1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان شمال کې واورې ښويدنې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

لږ تر لږه ۱۱ تنه د پاکستان شمال کې د چين پولې ته څېرمه په يوه واوره ښويدنه کې بند پاتې او وژل شوي دي. د چارواکو په خبره له لسو ډير نور کسان په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4RtJx
Pakistan Biafo Glacier in Gilgit Baltistan
آرشیف انځورانځور: Zillay Ali

د ګلګت بالتستان په استور کې د واورې ښويدنې یوې پېښې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. قربانيان ښايي د شپنو يوې ډلې پورې اړه ولري چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير له سيمې څخه خپلو ورشوګانو او څړځايونو ته په لاره ول.

پاکستان: د چت رالويدو په پېښه کې ۹ کسان مړه شوي

ويل شوي چې دغه کسان په اوسني موسم کې د استثنايي زياتو واورو له کبله د واورې ښويدنې په پېښه کې سخت زيانمن شوي دي.

په پاکستان کې تر۱۰۰ زيات کسان واوري وژلي دي

د پوليسو وياند زيارت علي د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې د خرابې هوا له امله د ژغورنې عمليات تر غرمې وروسته هم دوام پيدا کوي. 

ډي پي ای/ن.ص./ش.ن.