1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان دولتي تلویزیون په هزارگي ژبه خپرونه پیل کړه

۱۴۰۲ آذر ۲۹, چهارشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کي دولتي ټلویزیون د اول وار له پاره په هزارگي ژبه خپروني پیل کړې. د پاکستان مؤقت صدراعظم د سه شنبه په ورځ د دغي شبکې هزارگي خپرونه پرانیستله.

https://p.dw.com/p/4aOM9
Pakistan | Finanzminister Ishaq Dar stellt den Haushalt für das Haushaltsjahr 2023/24 vor
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د پاکستان داخلي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د دغه هیواد مؤقت صدراعظم انورالحق کاکړ د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې ښار څخه لیدنه کتنه وکړه او هلته یې د بولان په شبکه کي په «هزارگي ژبه» خپرونه پرانیستله.

د بولان شبکه د پاکستان د دولتي تلویزیون یوه څانگه ده چي په براهوي، بلوڅي او پښتو ژبه خپروني لري.

هزارگي د فارسي دري ژبې یوه لهجه ده او د پاکستان د هزاره گانو لهجه، په افغانستان کي له رایجي هزارگي لهجې سره ځیني توپیرونه لري.

د  "دیلي پاکستان" آنلایني ورځپاڼه لیکي چي کاکړ ویلي: «له دې کبله چي په بلوچستان کي یوه بله محلي ژبه د دغه هیواد په نشراتي شبکه کي اضافه سوه، خوشحاله يم.»

د  "د نیشن" د آنلایني ورځپاڼي د رپوټ له مخي، کاکړ زیاته کړې ده چي د هزارگي ژبې په خپروني سره، په ملي کچه د بلوچستان ایالت له ژبو څخه یوه بله ژبه هم په رسمیت پیژندل کیږي.

کویټه کې په لاس جوړ شوي خټین لوښي خپل مینوال لا هم ساتلي

کاکړ د کویټې په پرمختگ او هویت کي د هزاره ټولني له مشارکت څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «دغه نوښت په بلوچستان کي د مختلفو قومونو ترمنځ د یووالي د پراختیا په هدف رامنځته سو.»

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو مؤقت وزیر، مرتضی سولنگي د دغي خپروني د مراسمو په پرانیستلو کي وویل، چي د هزارگي خپروني له پیل کیدو څخه هدف، هزاره خلکو ته د لازم استازیتوب وړاندي کول دي.

د پاکستان د ملي ټلویزیون شبکه  "پي ټي وي" په یوې اعلامیې کي لیکلي دي چي »په هزارگي ژبه نشرات د هزاره ټولني پخوانۍ غوښتنه وه چي اوس پوره سوه.»

د دغې شبکې د رپوټ په حواله، سولنگي د «هزارگي ژبې» د خپروني د پرانیستلو په مراسمو کي زیاته کړه: «له لومړي وزیر انورالحق کاکړ څخه، نوموړي نوښت ته زموږ د تشویق کولو له امله مننه کوو. د حکومت هدف د پاکستان د بولان په ټلویزیون کي د سیمه ایزو ژبو د حضور تضمین دی.»

په پاکستان کي د هزاره گانو ټولنه چي ډېر یې په بلوچستان کي ژوند کوي، تل له مرگونو بریدونو سره مخامخ سوې ده.

GP/NZ/AG