1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پوځ ویاند: هند د جګړې تخم پاشي

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې هند تر خپلې ادارې لاندې کشمیر کې په خپلو اقداماتو سره سیمه ایز ثبات په خطر کې اچوي. په عین وخت کې هند په پاکستان کې د میشتو دوو ډلو مشران د نوي قانون له مخې د ترهګرو په توګه نومولي.

https://p.dw.com/p/3P1xF
Pakistan Asif Ghafoor
انځور: Imago/Xinhua

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال آصف غفور، د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزوني مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي: «د کشمیر [د هند تر ادارې لاندې] وضعیت د سیمې له پاره په یوه لوی خطر اوښتی... په کشمیر کې د هند اقدامات د جګړې تخم پاشي.»

هغه ویلي دي: «موږ دغه ستونزه تر داسې یوې سطحې رسول نه غواړو، چې سیمه ایزه او نړیواله سوله له خطر سره مخامخ شي.»

د پاکستان او هند اړیکې هغه وخت لا پسې خړې پړې شوې چې نوي ډهلي تر خپلې ادارې لاندې له جمو او کشمیر څخه نیمه خپلواکه ځانګړی حیثیت بیرته واخیست. د کشمیر یوه برخه د پاکستان تر ادارې لاندې ده. دواړو هیوادونو څو وارې د کشمیر پر سر جګړې هم کړي دي.

د هند له لوري د پاکستان میشته دوو ډلو مشران ترهګر نومول شوي

د اسوشيتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند د کورنیو چارو وزارت د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او د لشکر طیبه ډلې د بنسټ ایښودونکي حافظ محمد سعید نومونه د نوې تعدیل شوي قانون له مخې د ترهګرو په ډله کې شامل کړي دي.

د مسعود اظهر نوم لا ترمخه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېست کې هغه وخت شامل شو چې فبرورۍ میاشتې کې د هغه ډلې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر امنیتي ځواکونو د شوي برید مسئولیت واخیست. دغه برید ۴۰ هندي امنیتي ځواکونه وژلي وو او دواړه هیوادونه یې د جګړې تر درشله رسولي ول. پر سفري بندیز سربیره د هغه شتمنۍ هم کنګل شوې وې.

حافظ سعید، چې د هند ضد واعظ دی، په پاکستان کې د جماعت الدعوه په نوم یوه خیره ټولنه چلوي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې تر ډیره داسې باور کیږي چې دغه خیریه بنسټ د لشکر طیبه د یوې جبهې په توګه کار کوي. پر لشکر طیبه باندې په ۲۰۰۸م کال کې په ممبۍ کې د شوو بریدونو تور لګول کیږي چې په ترڅ کې یې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

دغه نوی قانون حکومت ته واک ورکوي چې یو انفرادي کس د ترهګر په توګه ونوموي که چیرې د یوه ترهګر عمل مرتکب شي، د هغه له پاره په چمتووالي کې ښکیل وي او یا د هغې له تنظیمیدو سره مرسته کوي. دغه کس بيا نیول کیدای شی، شتمنۍ یې کنګل کیدای شي او یا له هیواده دباندې وتلو بندیز پرې لګیدای شي.