1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو ته د پاکستان ویزې ترلاسه کول ولې ستونزمن دي؟

۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کې د پاکستان د ويزې ترلاسه کول ورځ تر بلي سخت شوي دي. طالبان وايي چې په دې اړه د خلکو له ستونزو خبر دي او د پاکستان له لوري يې د دغي پروسې د اسانه کولو په برخه کي ژمني ترلاسه کړي دي. خو عام وګړي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4T4GR
Pakistan Afghanistan l Grenzübrgang in Chaman
انځور: STR/AFP

د ننګرهار اوسیدونکی اسمعیل وایي، دوه ځل یې د ویزې غوښتنه رد شوه، خو په دریم ځل یې له میاشتو انتظار وروسته ویزه ترلاسه کړه. د میدان وردګ اوسیدونکی رحیم الله نوري وایي شپږو میاشتو کې یې څلور ځله د پاکستان د ویزې غوښتنه کړې، خو هر ځل رد شوې.

اسمعیل وایي: «څلور ځله مې بغیر له دلیله د ویزې غوښتنه رد شوه، وروستی ځل مې کابل کې یو ساحتي شرکت ته ۱۰۵۰ امریکایي ډالر ورکړل او دوه ورځې وروسته مې ویزه ترلاسه کړه.»

د مزار شریف اوسیدونکی حسیب الله وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې يې درې ځله د پاکستان د ویزې غوښتنه رد شوې، اوس یې څلورم ځل اپلای کړی دی، خو نه پوهیږي چې دا ځل به ویزه ترلاسه کړي که به یې غوښتنه رد شي. دی وایې دې چارې مایوسه کړی دی.

ذاهدالله مومند چې یو ساحتي شرکت اداره کوي او هره ورځ ګڼو خلکو ته د پاکستان د ویزې له پاره اپلای کوي وایي، دوی هیڅ نه پوهیږي چې ولی ځینې غوښتنلیکونه رديږي. د یو کس له پاره په یوه بڼه په مسلسل ډول اپلای کوي، چې ډیر کله ردیږي، خو بیا په هماغه بڼه غوښتنلیک ویزه ترلاسه کوي. مومند زیاتوي: «په اوس وخت کې پاکستان افغانانو ته دوه ډوله ویزې ورکوي، چې یو یې سیاحتي او بل یې میډیکل بولي. د سیاحتي ویزې له پاره دوی په رسمي ویبسایټ اووه دیرش کاري ورځې ښودلي، خو له دوو تر درو میاشتو موده کې یا راځي او یا هم ردیږي. چې موږ یې د رد په دلیل هیڅ نه پوهیږو.»

موموند د پاکستان د ویزو په هکله دویچه ویله ته وویل: «د میډیکل ویزو ته په دوه ډوله اپلای کیږي، یو کونسلګرۍ ته چې هلته ناروغ  د لیدنې له پاره غوښتل کیږي او بل سفارت ته چې هلته بیا له مخکې اسناد وړاندې کیږي او ناروغ نه غوښتل کیږي. څو ورځې وړاندې د ننګرهار د کونسلګرۍ له طریقه مې یوې ماشومې ته چې په سرطان اخته وه، د ویزې له پاره اپلای وکړ، دوه ورځې وروسته یې کونسلګرۍ ته وغوښته، خو ویزه یې ور نه کړه.»

ذاهدالله وایي لوی سیاحتي شرکتونه د خپلو باوري کسانو په مټ په دوه اویا ساعتونو کې ویزې ترلاسه کولای شي، چې په خپلو مشتریانو یې پلوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ستونزو په اړه خبر دي، پاکستاني لوري سره یې شریکې کړي، ژمنې یې ترلاسه کړي، خو لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ستونزو په اړه خبر دي، پاکستاني لوري سره یې شریکې کړي، ژمنې یې ترلاسه کړي، خو لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ستونزو په اړه خبر دي، پاکستاني لوري سره یې شریکې کړي، ژمنې یې ترلاسه کړي، خو لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي.انځور: Ahmad Halabisaz/AP/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: «د بهرنیو چارو وزارت له لورې پاکستان ته د افغانانو د تګ او ویزو د ورکړې برخه کې شته ستونزې د پاکستاني چارواکو سره، د بهرنیو چارو له وزارت سره، کابل کې د دوی له سفارت سره وخت په وخت شریکې کړي، د هغوی له خوا ژمنې شوي، چې اسانتیاوې به برابروي، خو متاسفانه چې لا هم لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي، موږ بیا هم ژمن یو، چې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو.»

د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې ننګونو خلک اړ کړي، چې د ویزې پرته پاکستان ته د تګ هوډ وکړي، خو دا هم اسانه او ارزانه نه ده.

هغوی چې پاکستان ته د ویزې پرته ځي، نو باید هغو کسانو ته پیسې ورکړي، چې دوی ته دا لاره چاره برابروي. وروستۍ څو اونۍ بیا د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې ګڼ افغانان د قانوني اسنادو نشتون په تور زنداني شوي دي.

ه.م / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie