1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت: د کابل په تصمیم خپه يوو

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

د افغانستان حکومت يو ځل بیا په اسلام آباد کې د خپل سفیر د ايستلو غوښتنه کړې ده. کابل وروسته له هغه په دغه اقدام لاس پورې کړ چې دوه ورځې مخکې د سفیر لور په اسلام آباد کې د ناپيژاندو کسانو اختطاف او بیا بيرته خوشې شوه.

https://p.dw.com/p/3wfUY
Afghanistan Sicherheitsspitze tritt zurück | Nationaler Sicherheitsberater Mohammad Hanif Atmar
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، حنیف اتمرانځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ناوخته پر ټويتر وویل چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، نجیب علي خیل او نور ارشد دیپلوماتان دې کابل ته ستانه شي.

د اسوشتید پريس خبري آژانس په حواله، د سفیر لور، ۲۶ کلنه سلسله علي خيل ماسپښین مهال د پاکستان په پلازمېنه کې وتښتول شوه او تر څو ساعتونو او سختې شکنجې وروسته بیرته پريښودل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، «په پاکستان کې افغان سفیر او لوپوړي ديپلوماټان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو د رفع کولو، د اختطافچیانو تر نیول کیدو او محاکمه کیدلو پورې کابل ته راوغوښتل شول.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د کابل په د غه تصمیم باندې خپه شوي دي.

په اسلام آباد کې د افغان سفير د لور د اختطاف پر پيښه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون يو شمیر افغان چارواکو غبرګونونه ښکاره کړل. عبدالله په دې اړه ويلي دي: «دغه ټګان ورکوونکې پيښې زموږ له پاره د انديښنې او ژور خپګان سبب شوې ده.»

د مصالحې شورا په اعلامیه کې راغلي چې دغه شورا له پاکستان څخه غواړي تر څو ژر تر ژره د پيښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. له پاکستان څخه غواړو چې «د افغان ديپلوماتانو او د هغوی د کورنیو امنيت ته لا ډيره توجه وکړي.»

پر دغې پيښې پر ټولنیزو رسنیو عامو افغانانو هم سخت غبرګون ښودلی او هغه يې غندلې ده. تيره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته یو شمیر افغانانو اعتراضونه هم وکړل.

په دې لړ کې تیره ورځ ناوخته طالبانو هم په دې اړه غبرګون وښود. د دغې ډلې ویاند محمد نعیم پر ټويټر لیکلي دي: «په پاکستان هیواد کې د یوې افغانې نجلۍ اختطاف یو اسلام او بشر ضد عمل او ظلم دی چې موږ يې په کلکو ټکو غندو.»

د طالبانو د دوحې دفتر وياندې زیاته کړې چې دوی د پاکستان له حکومت څخه غواړي تر څو د پيښې عاملان ونيسي او مجازات يې کړي.

د پاکستان پولیس او آن په خپله صدراعظم عمران خان تر دې وړاندې په پاکستان کې تر سختو نيوکو لاندې راغلي چې پر ښځو باندې د حملو او بريدونو په مخنيوی کې پاتې راغلي دي.

دغه اعتراضونه وروسته له هغې ډیر شول چې د روان کال په سر کې پر يوې ښځې د هغې د دوو ماشومانو په مخ کې پر لويه لار جنسي تیری وشو. هغه مهال د پولیسو يوه لوړپوړي افسر پر ښځې نيوکه کړې وه چې ولې په شپه کې سفر کوي. د رپوټونو پر اساس، د دغې ښځې موټر د لويې لارې په اوږدو کې خراب شوی وو چې دغه پيښه رامنځ ته شوه.