د پاکستان او ایران پر پوله د قرنطین د مرکزونو وضعیت
د پاکستان او ایران سرحدي سیمه تفتان کې د سرحدي لارې ترڅنګ په قرنطین شوو مرکزونو کې تر ۱۵۰۰ زیات پاکستاني زیارت کوونکي او نور کسان ساتل کیږي. دغه کسان له ایران څخه راستانه شوي دي چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی.
شکایتونه
د پاکستاني شیعه زیارت کوونکو له پاره ځانګړي شوي ځای کې له ایران څخه بیرته راستانه شوي په سونو زیارت کوونکي شته. د قرنطین په دغه مرکز کې ساتل شوو کسانو تور لګولی دی چې ټول زیارت کوونکي پرته له احتیاطي تدابیرو ساتل کیږي. خلک دا شکایت هم کوي چې د قرنطین په مرکز کې د روغتیا د نړیوال سازمان د معیارونو له مخې حفاظتي اقدامات نه کیږي.
کانتینرونه
د پاکستان ایران پر پوله د قرنطین په مرکزونو کې کانتینرونه هم ایښودل شوي دي. په دغو کانتینرونو کې هغه کسان ساتل کیږي چې په کرونا ویروس د اخته کیدو شک پرې کیږي.
ماسک او پاسپورټ
له ایران څخه پاکستان ته راتلونکو زیارت کوونکو ته پر پوله ماسکونه ورکول کیږي. د پاسپورټ د کنترول او اړونده پروسې وروسته پاکستاني چارواکي له هغوی څخه پاسپورتونه اخلي. دغه پاسپورتونه د ۱۴ ورځو قرنطین تیرولو دورې وروسته بیرته مسافرو ته ورکول کیږي.
پالنه
د پاکستاني چارواکو په وینا په تفتان کې په قرنطین کې ساتل شوو کسانو ته درې وخت ډوډۍ او نورې آسانتیاوې ورکول کیږي. مسافرو ته ټول اړین شیان د طبیعي آفاتو پر وړاندې د مبارزې ایالتي ادارې له خوا ورکول کیږي.
د پاکستان ووهان
تفتان د پاکستان ووهان ګڼل کیږي. دا مهال کوم کسان چې په پاکستان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي، زیاتره یې د تفتان له لارې مخلتفو ښارونو ته تللي دي. په کویټه کې اوسه د کرونا لس مثبتې پيښې ثبت شوي دي. د بلوچستان ایالت د قرنطین له مرکزونو د ځینو داسو کسانو د تيښتې رپوټونه هم ورکړل شوي دي، چې په کرونا ویروس د اخته کیدو شک پرې کیده.
په قرنطین کې پنځه زره کسان
د پاکستان او ایران سرحدي ښار تفتان کې د ایران له مختلفو سیمو پاکستان ته راغلي تر پنځو زرو زیات کسان قرنطین کړل شوي دي. د طبعي آفاتو پر وړاندې د مبارزې مرکزي ادارې د بلوچستان ایالت ته ۱۲۰۰ خیمې، ترپالونه، کمپلې ورکړي په داسې حال کې چې مرکزي حکومت ډیره ناڅیزه مرسته کړې.
انتقاد
په بلوچستان کې د قرنطین پر مرکزونو د سند ایالت حکومت او مرکزي حکومت ملحوظات لرلي دي. د سند لومړي ایالتی وزیر مراد علي شاه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د بلوچستان له قرنطین مرکزونو څخه په راغلو کسانو کې ځکه د کرونا ویروس خپور شو، چې هلته د ساتل شوو کسانو په منځ کې د شپږ فوټه واټن معیار په پام کې نه وو نیول شوی.
د کارپوهانو نظر
د چارو پوهان وایي چې په بلوچستان کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې د دوی نظر ته پام نه کیږي. د قرنطین په مرکزونو کې ډاکټران او د روغتیا پالو نورې عملې شکایت کړی دی چې دوی ته لازم طبي سهولتونه نه دي ورکړل شوي. پر دې سربیره د بلوچستان ایالتي حکومت له مرکزي حکومته د پاکستان – ایران او پاکستان – افغانستان پر پوله د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیويله پاره د اضافي امنیتي ځواکونو د ګمارلو غوښتنه کړې ده.
په چمن کې د قرنطین مرکزونه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه چمن کې هم له افغانستان څخه د راتلونکو کسانو له پاره په یوه لوی میدان کې د قرنطین مرکز جوړ شوی دی. په دغه مرکز کې د مسافرو له پاره په سونو خیمې لګول شوي دي.