1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه طالب پر خپل قوماندان پلار يرغل کړی دی؟

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

د جوزجان امنیه قومندانۍ هغه رپوټونه رد کړل چې د فیض آباد په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کونکو يو قومندان د هغه د طالب زوی له خوا وژل شوی دی. خو ولسوال وايي چې د قومندان بازمحمد پر ضد حمله کې له طالبانو سره د هغه زوی هم وو.

https://p.dw.com/p/3OYZi
Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
آرشيفانځور: DW/M. Wafayee

د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست ۲۷مه) له دويچه ويله سره په خبرو کې هغه رپوټونه رد کړل چې د فيض آباد ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قومندان، باز محمد دې د هغه د طالب زوی له خوا وژل شوی وي.

امنيه قومندان د وژل شوي قومندان په اړه وويل: «هغه بيګا شپه د طالبانو په حمله کې وژل شوی، زوی يې نه دی وژلی.»

وجدان زياته کړه چې دی معلومات نه لري چې د وژل شوي قومندان کوم زوی دې د طالبانو به ليکه کې وي. هغه په دې اړه وويل: «زه دا خبره نه رد او نه یې هم تائيدوم، زه د هغه د زوی په اړه شناخت نه لرم.

د جوزجان امنيه قومندان وويل تيره شپه شاوخوا ۲۰۰ طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ پر کوکلداش سیمه يرغل کړی وو او قومندان باز محمد په همدې حمله کې وژل شوې دی. هغه وويل لس ولسي پاڅون کوونکي هم وژل شوي او اته نور يې ټپيان دي او دغه راز د طالبانو څخه هم ۵ تنه وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

Afghanistan Kundus Einnahme durch Taliban ARCHIVBILD
افغان ځواکونه په مورچل کې - آرشیف انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

خو د فيض آباد ولسوال الف شاه بيا دویچه ويله ته وويل چې د طالبانو په بيګانۍ حمله کې د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان زوی هم وو. ولسوال د قومندان باز محمد زوی په اړه وويل: «د بازمحمد زوی دوه کاله کیږي چې له مخالفانو سره دی، په دغه جنګ کې د بازمحمد زوی هم له مخالفانو سره حضور درلود.»

الف شاه وويل طالبانو پر هغه پوسته چې دغه قومندان پکې وو حمله کړې  وه. هغه هم په دغه بريد کې د لس تنو پاڅون کوونکو وژل او د یوولس تنو نورو ټپيانيدل تائيد کړل.

ولسوال وايي چې وژل شوی قومندان د شپيتو پاڅون کوونکو مشر وو او دا چې د هغه او د زوی لارې يې ولې جلا وې، وې ويل چې په اړه يې معلومات نه لري. خو زیاته يې کړه چې دغه قومندان په ورستیو کې د خپل زوی په اړه انديښنه ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر اساس، طالبانو تازه ويلي دي چې له امریکا متحده ايالاتو سره د سولې مذاکراتو تر څنګ به پر افغان دولت خپلو حملو ته دوام ورکوي.