د پارلماني ټاکنو دوهمه ورځ
۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبهدغه مرکزونه د شنبې په ورځ د تخنيکي ستونزو، يا د موادو د کمښت او يا هم د امنيتي ستونزو له کبله تړلي پاته ول. د دغو مرکزونو ۴۵ يې يوازي په کابل کي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس عبدالديع صياد ويلي دي چي د ۸،۸ ميليونه راجستر سوو افغان رای ورکوونکو څخه د شنبې په ورځ تر ۳ ميليونو زياتو وکولای سول چي په ۳۲ ولايتونو کي خپلي رای ورکړي. په دوو ولايتونو کندهار او غزني کي به ټاکني وروسته کيږي.
ويل سوي دي چي د ټاکنو لومړی پايلي به د نوامبر مياشتي تر نيمايي پوري اعلان نه شي او وروستۍ پايلی به تر ډسمبر مياشتي پوري اعلان نه سي.
د موادو د کمښت يا د ټاکنو مرکزونو د مامورينو د کمښت يا ناوخته راتلو په سبب د شنبې په ورځ په زرونو افغانانو د ځينو رای وروکولو مرکزونو مخ ته په ساعتونو انتظار وکړ.
له درو کلونو راهسي دغه ځنډول سوي پارلماني انتخابات د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو پر سترو گواښونو سربيره پيل او سخته مرگ ژوبله هم پکښې رامنځ ته سوه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس برمک ويلي دي چي د شنبې په ورځ په ټول هيواد کي ۱۹۲ امنيتي پيښي رامنځ ته سوي دي چي د امنيتي ځواکونو په گډو پکښې ۲۸ کسان وژل سوي او تر ۱۰۲زيات ټپيان سوي دي.
زموږ له ارشيف څخه: