1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټکسي او ریکشه چلوونکي: د بې چادرۍ ښځو له انتقاله منع کړل سو

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

په افغانستان کي د ریکشو او ټکسي موټرونو یوشمېر موټروانان د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر له مؤظفینو څخه شکایت کوي. دوی وايي چي د دغو فشارونو په سبب چمتو نه دي چي بېله چادرۍ څخه ښځي انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/4UDsD
Afghanistan Kabul 2021 | Verkehr, Taxi
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

دغه چلوونکي وايي چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د لویو ښارونو په بېلا بیلو سیمو کي د تلاښۍ ځایونه جوړ کړي دي، دوی هلته ریکشې او ټکسي موټر تلاښي کوي، د تخطۍ پرمهال سرغړونکو ته جزا وي ورکوي، وهي او ټکوي يې.

فریدون په هرات کي یو ریکشه چلوونکي همدغه خبره دویچه ویله ته داسي بیان کړه: «تر اوسه څو واري طالبان زما د ریکشې مخ ته درېدلي او هغه نجوني، چي چادري یا ماسک يې نه و کړی له ریکشې څخه کښته کړي له هغوی سره يې جنجال کړی، په همدې خاطر طالبانو زما ریکشه هم درولې او جزاء يې راکړې ده.»

اړوند: د هوايي ټکسي پر تولید سترې پانګوني

همدارنګه فریدون وايي، نور دې ته چمتو نه دی چي په ریکشه کي بېله چادرۍ مېرمني او ځواني نجوني انتقال کړي، ځکه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د مامورینو د جزاء زغم نه لري.

لس کاله کېږي چي فریدون په هرات ښار کي ریکشه چلوي. د ده په خبره، د طالبانو بندیزونه د دې سبب سوي دي چي ۷۰سلنه ښځینه مشتریاني له لاسه ورکړي، نو ځکه اوس په ترینګلو اقتصادي شرایطو کي ژوند کوي.

زموږ یوټیوب پاڼه

کابلیان هم د ولایتي موټروانانو په ډول ورته کیسې کوي. په کابل کي د میرزا په نامه یو ټکسي وان دویچه ویله ته داسي وویل: «ماته خپله طالبانو څو واري ویلي دي، چي بېله ماسک او چادرۍ څخه ښځي په موټر کي سپرې نه کړم او کنه نو جزا به راکړي او ټکسي به يې ترافیک ته بیول کيږي.»

میرزا زیاته کړه: «زموږ ډېري مشتریاني ښځي دي، اوس د دغو فشارونو ډېروالی د دې سبب سوی دی چي لږ ښځي له کورونو څخه دباندي راوزي.»

دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره هم مني، چي ټکسي، ریکشې او نور مسافر لېږدونکي موټرونه باید د هغو ښځو له وړولو ډډه وکړي چي حجاب يې نه وي مراعت کړی.

اړوند: يو ټکسي وان څرنگه د تیاتر ستوری سو؟

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې ویاند مهاجر عاکف وايي: «که چیري ښځي د سیاحت له پاره لېري ځایونو ته ځي، باید محرم ورسره وي او که په ښار دننه کي یوې او بلي خواته په موټرونو کي تګ راتګ کوي، باید ترڅنګ يې نارینه کښې نه ني او حجاب يې باید په بشپړه ډول مراعت کړی وي، دا توپير نه کوي چي چادري يې کړې ده او کنه، خو د اغوستلو جامي يې باید بشپړي اسلامي وي. »

خو په هرات او یوشمېر نورو ولایتونو کي ښځي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادار ې څخه شکایت کوي.

دینا یوه له دغو ښځو څخه ده او وايي چې «تر اوسه څو واري د تلاښۍ پرځایونو د طالبانو د امر بالمعروف له سرتیرو سره مخامخه سوې اود چادرۍ د نه پر سرولو له امله له ریکشې راکښته کړل سوې، توهین او سپکاوی ورته سوی دی.»

زموږ فېسبوک پاڼه

دینا له نړيوالي ټولني او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غواړي، چي په افغانستان کي د ښځو د وضعیت په اړه ځان خبر کړي، ترڅو ښځي تر دې نوري سپکي او په کمه سترګه ورته ونه کتل سي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې ویاند وايي، مامورینو يې له سرغړونکو سره فزیکي برخورد نه دی کړی، بلکي هغوی ته يې یوازي لارښووني او خبري کړي دي.

د شنونکو په اند، په افغانستان کي د طالبانو دغو وروستیو کړنو افغانانو ته د دې ډلي د لومړۍ دورې خاطرې ور په یاد کړي دي.

اړوند: پوتين وايي يو وخت يې ټکسي چلاوه

په افغانستان کي د ښځو د حقونو یوه فعاله مریم معروف اروین دویچه ویله ته په دې اړه داسي وویل: «طالبانو په دې وروستیو کي د محدودیتونو د وضع کولو سره دا وښووله چي کټ مټ د خپلي لومړۍ دورې سیاست عملي کوي، خو یوازي په دومره توپير چي اوس په سیسماټیک او هدفمند ډول په ټولنه کي ښځي حذفوي.»

نوموړې ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له ځوانانو غواړي، چي د دغو محدودیتونو پر وړاندي د ښځو ترڅنګ ودریږي او د هغوی ملا وتړي.

طالبان تر اوسه د نړيوالو او بشري حقونو د بنسټونو د غبرګونو په کیسه کي لا نه دي او ورځ تربلی پر افغان ښځو خپله کړۍ راتنګوي.

زموږ له ارشیف څخه: 

په کینیا کې ښځو ټکسي چلونې ته مخه کړې