د رای اچوونې له یو شمیر مرکزونو سره اړیکه موجود نه وه
۱۳۹۸ مهر ۶, شنبهاعلان
د رويترز خبری آژانس د خبر په حواله د ټاکنو د کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ ۴۹۴۲ مرکزونو ته ټاکنیز مواد استولي دي خو داسې ځینې رپوټونه مو ترلاسه کړي دي چې تر اوسه پورې یوازې ۴۰۴۱ مرکزونه پرانیستي دي.»
د ټاکنو د کمیسیون یوه بل چارواکي بیا روښانه کړې ده چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې له ۹۰۱ مرکزونو سره اړیکه نه شته. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دغو ۹۰۱ مرکزونو کې رای اچوونه ترسره شوې او که د طالبانو د کواښونو له کبله تړلي پاتې شوي دي.
(ms/ aa (reuters