د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د کړاونو ډک ژوند
د يونان په لیسبوس ټاپو کې ميشت مهاجر نور د سختيو ډک ژوند د دوام توان نه لري. ډیري موسسې چې له مهاجرو سره يې د روغتيا او نوري قانوني مرستې کولي، د مخه لا له دغه ځايه څخه وتلي دي.
د آژه سمندرګي پر غاړه بند پاتي مهاجر
اروپا اعلان وکړ چې په يونان کې مهاجرو ته د رسيدګي په برخه کې بوديجه يې په اګست مياشت کې خلاصه شوه. تر هغې وروسته مهاجرو ته د رسيدګۍ ټول مسئوليت ته يونان په يوازې سر اوږه ورکړې ده. د دې تر څنګ، د لیسبوس مهاجرو د انتقال او يا بشري مرستو په برخه کې هم د هيڅ کوم مشخص پلان څرک نه ليدل کيږي.
لوړ فشارونه
په ليسبوس ټاپو کې د موريا په نوم د راجستر تر ټولو مهم مرکز او هغې ته ورته نور مرکزونه هم په دې نه شي توانيدلی چې حتي د تازه راتلونکو لږ شمير مهاجرو وضعيت ته هم سمه رسيدګي وکړي. دلته فشارونه خورا لوړ دي. موجوده بد وضعيت په چټکۍ سره د تاوتريخوالو سبب واقع کيږي. يوه روښانه بيلګه يې د مختلفو هيوادونو د اتباعو ترمنځ د لفظي او فزيکي شخړو رامنځ ته کيدل دي.
ککړ چاپيريال
له موريا څخه بهر په دغه ځای کې د شامپو او اوبو ډیر خالي بوتلونه او نور کثافات غورځول شوي دي. تر څنګ د دې چې په کمپ کې روغتيايي خدمتونو د کمښت ستونزه ده، خلک هم په دغه ځای کې د ژوند د يو ښه ماحول جوړولو په برخه کې پاتې راغلي دي.
د يوې پياله چای توان هم نه شته
دغه اريتريايي مهاجر په خپله خيمه کې له دې بابته بخښنه غواړي چې د چاي تيارولو امکانات نه لري. هغه چې درې مياشتې مخکې ليسبوس ته راغلی دی له هماغه وخته راهيسې د خپلې پناه غوښتنې د ځواب په تمه دی. دی وايي: «دلته په موريا کې ډیري ستونزي دي». د مختلفو نژادونو خلکو ګډي خيمې په کمپ کې د اخ و ډبونه د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيږي.
موږ هم انسانان يوو
يو افغان مهاجر د اعتراض په توگه د کارتن پر کاغذ ليکلي دي: موږ هم انسانان يوو، ژوي نه يوو، د موريا کمپ دوږخ دی. دغه افغان تر يوه کال زيات وخت کیږي چې د يونان په لیسبوس ټاپو کې د خپلې پناه غوښتني د ځواب په تمه شپې او ورځې تيروي. د معلوماتو نه ورکول، د کمپ بد وضعيت او بلاخره بيرته افغانستان ته د اخراج ويره هغه څه دي چې د مهاجرو ژوند يې تريخ او د روحي فشارونه سبب شوي دي.
مهاجرت د اقتصادي ستونزو سبب
د سيمې يو تن اوسيدونکی له افغان مهاجر سره بحث کوي چې د مهاجرو د شتون له امله يونان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۷۵ سلنه لږ سيلانيان راځي. د يونان اقتصادي بحران هم په لیسبوس ټاپو کې د خراب وضعيت په رامنځ ته کيدو کې رول لرلی دی. له بلې خوا که څه هم د سيمې ډير اوسيدونکي له مهاجرو سره خواخوږي لري خو په ټوله کې په دې باور دي چې هيواد يې د اوږدې مودي له پاره د مهاجرو مقابله نه شي کولای.
رضاکاران لا هم شته
په ليسبوس ټاپو کې رضاکاران خپلې هڅې کوي، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو په برخه کې چې تر ټولو اړينه ده. آلمانۍ داکتره «يوتا مای والد» د دوو اونيو له پاره ليسبوس ته تللې، څو له مهاجرو سره روغتيايي مرستي وکړي. هغه وايي چې ډیري روغتيايي ستونزي په موريا کمپ کې د موجوده بد وضعيت له کبله رامنځ ته شوي دي. د کمپ اوسيدونکي تر ډيره له دردونو او زيانونو شکايت کوي او داکتران ورته د درد ضد درمل ورکوي.
هم ثواب هم خرما
د موزايک ملاتړ کوونکی مرکز د مهاجرو له پاره يو ښه فرصت دی. دا ډول فعاليتونه د مهاجرو له پاره يوه ښه وقفه ده چې په دوامداره توګه د کمپ په بد حالت کې ژوند کوي. دغه ځای نه يوازي دا چې مهاجرو ته د څو ساعتونو له پاره خوښۍ وربخښي، تر څنګ دوي يوه اندازه پيسې هم په لاس راوړي، لکه دغه ايرانۍ ميرمن.
د تازه راتلونکو مهاجرو څپې ادامه لري
هغه نوی مهاجر چې د ۲۰۱۵م کال له لومړيو څخه يونان ته راغلي، بايد انتظار وباسي، څو دوسيې يې وڅیړلي شي. خو په دې برخه کې د څيړنۍ ټکنی بهير او د يو ښه کاري پلان نه شتون د دې سبب شوی چې د ډيرو لږو دوسيو څيړني وشي. د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله په روان ۲۰۱۷م کال کې څه باندې ۱۴ زره مهاجر يونان ته راغلي دي. تيرکال يونان ته ۱۷۳ زره مهاجر راغلي ول، خو يوازې ۱۲۵۰۰ کسان يې ومنل.