1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان او فرانسې مشرانو ته د اردوغان له گواښه ډگي څرگندوني

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

د ترکيې له خوا د مديترانې سمندرګي په اوبو کې د طبيعي ګازو زیرمو د کشفولو موضوع، د يونان او ترکيې تر منځ اختلافاتو ډيريدو ته لمن وهلې ده. اوس فرانسې د يونان په ملاتړ د مديترانې په اوبو کې خپل پوځي حضور ډیر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3hoEo
Türkei Recep Tayyip Erdogan Erdgas Fund Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/Turkish Presidency

د ترکيې او يونان مشرانو د یو بل پر وړاندې څرګندونې لا تندې شوې دي. لامل يې په مديترانې سمندرګي کې د ترينګلي حالت ډيريدل او په ځانګړې توګه په دغو اوبو کې د طبيعي ګازو د زيرمو د کشف په موخه د ترکيې هڅې ښول شوي دي.

د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، نه یوازې د فرانسې پر ولسمشر، امانوئل ماکرون او د يونان پر لومړي وزیر کرياکوس ميتسوتاکيس باندې لفظي حملې کړي، بلکې د پوځي ګواښ لفظ يې هم ورته کارولی دی.

د آلمان د شپيګل آنلاین ويب پاڼې د دوشنبې په ورځ د اګست ۳۱مه د انقرې او آتن تر منځ د مخ پر ډيريدونکو خرابو مناسباتو په اړه يو تحلیلي رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د آژه سمندرګي په اوبو کې د حاکميت پر سر اختلاف، د دغو دوو هيوادونو تر منځ کومه نوې خبره نه ده، خو په وروستیو اوونیو کې رامنځ ته شوي نوي اختلافات، لږ سابقه لري. شپیګل يې لامل په دغو اوبو کې د طبيعي ګازو د زيرمو د کشفولو له پاره د ترکيې روانې کړې هڅې بولې.

پوځي ګواښ

ترکېې حتي په وروستيو کې د يونان حکومت ته ښکاره پوځي ګواښ وکړ. د دغه بهير په ادامه کې، اوس اردوغان د يونان او فرانسې مشرانو ته په خطاب کې لا تندو الفاظ کارولي دي.

Türkei Erdogans Rede in Anitkabir
یکشنبه د اګست ۳۰ نیټه، د اردوغان ګواښونکي څرګندونېانځور: DHA

د ترکيې ولسمشر، ماکرون او ميتسوتاکيس، «حريص» او «ناتوانه» بللي دي. اردوغان د يکشنبې په ورځ د یونان او فرانسې مشرانو ته په خطاب کې وويل: «که چيرته موضوع د جګړې وي، بیا خو موږ شهادت ته تیار يو. خو پوښتنه دا ده چې هغوی چې غواړي موږ سره په مديترانې سمندرګي کې مخامخ شي، هم دا ډول يو شي ته تيار دي؟»

اردوغان د خپلې وينا پر مهال پوښتنه وکړه چې آيا د يونان خلک حاضر دي چې د خپل «حريص» او «ناتوان» رهبر د اقدام بيه پرې کړي؟

هغه په عین وخت کې د سيمې په اوبو کې د فرانسې د پوځي حضور په اړه وویل: «آیا د فرانسې خلک په دې پوهیږي، چې د دغه هيواد د «حريص» او «ناتوانه» رهبر د سیاست لګښت د دوی پر غاړه دی؟»

د يوې جنجالي کښتۍ حضور

د ترکيې پارلمان په کال ۱۹۹۵م کې اعلان کړی وو، چې د آژه سمندرګي په اوبو کې د يونان له خوا د حاکميت غځولو په موخه هر ډول هڅه، کولای شي د جګړې د پيل له پاره يو دلیل وي. اوس په دغې زړې اختلافي سیمه کې د طبيعې ګازو د زيرمو د کشفولو له پاره د ترکيې هڅې، د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلافاتو لا ډيريدو ته لمن وهلې ده.

ظاهراً د اختلاف اصلي موضوع، د مديترانې سمندرګي اوبو ته د ترکيې يوه استول شوې اکتشافي کښتۍ ده. ترکيې دغه کښتۍ شاوخوا درې اوونۍ مخکې دغې جنجالي سيمه ته استولې وه، چې موخه يې، په دغې سيمې کې د طبيعي ګازو د زيرمو تشخص ښودل شوی دی.

سربيره پر دې، د ترکيې د دفاع وزارت ويلي دی، چې د دوی شپږ جنګي الوتکو د تيرې پنجشنبې په ورځ، هغه شپږ يوناني الوتکې شاتګ ته اړي کړې چې د ترکيې اکتشافي کښتۍ ته په نژدې آسمان کې د پرواز په حال کې وې.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز