1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورانيمو په تړاو پر ایران د امريکا او آلمان نيوکې

۱۴۰۱ خرداد ۱۹, پنجشنبه

لوېديځو هېوادونو د يوه پريکړه ليک په ترڅ کې پر ایران غږ کړی دی چې د ملګرو ملتونو د څار له آژانس سره همکاري وکړي. اسرائيل او سعودي عربستان دا پريکړه ليک ستايلی په داسې حال کې چې تهران یې غندنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4CTmM
IAEA Hauptsitz in Wien
انځور: Michael Gruber/EXPA/picture alliance

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار آژانس چې ۳۵ هيوادونه پکې غړيتوب لري، د چهار شنبې په ورځ يو پريکړه ليک تصويب کړی چې پکې نيوکه شوې ده چې ایران په نااعلان شوو ساحو کې د يورانيمو د ذراتو په اړه د وضاحت په ورکولو کې پاته راغلی دی

امريکا متحده ایالاتو، فرانسې، آلمان او بريتانيا د ایران پر دې چلن سختې نيوکې کړي دي. تر دې دمخه ایران هغه دوې کامرې هم بندې کړې وې چې د ملګرو ملتونو پلټونکو د يورانيمو د غني کولو د نظارت په موخه نصب کړې وې.

تر اوسه څه معلومات لرو؟

بريتانيا، فرانسې، آلمان او امريکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار آژانس (IAEA) ته يو پريکړه ليک وړاندې کړی وو چې نورو ۳۰ هيوادونو یې هم ملاتړ کاوه او يوازې روسيه او چین یې مخالف ول.

د آلمان، بريتانيا، فرانسې او امريکا متحده ایالاتو له خوا تر رایې اچونې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې وويل شول: «موږ پر ايران غږ کوو چې د خپلو قانوني مسئوليتونو په پرځای کولو سره د نړيوالې ټولنې غوښتنې ومني او د اتومي انرژۍ د څار له آژانس سره همکاري وکړي او ټولې معاملې بې له ځنډه روښانه او حل کړي.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «که چېرې ايران داسې وکړي او عمومي منشي رپوټ ورکړي چې ټولې اړوندې مسئلې حل شوي دي، نو موږ به د دغه آژانس نورو سپارښتنو ته اړتيا ونه لرو او د دې مسئلې په اړه به د نورو ګامونه پورته کولو ته ضرورت نه وي.»

د دې پريکړه ليک تر تصويب لږ د مخه د اتومي انرژۍ د څار آژانس خپلو غړو هيوادونو ته وويل چې ايران د يورانيمو د غني کولو يوې تر ځمکې لاندې دستګاه کې د «اې آر – ۶» سانریفيوژنو په نصبولو پېل کړی دی. دغه آژانس زياته کړې وه چې ایران غواړي چې دوې نورې مجموعې هم ور اضافه کړي.

د ایران، اسرائيل او سعودي غبرګون

د ايران د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره د دې پريکړه ليک مخالفت کړی دی او ويلي یې دي چې تهران د اتومي انرژۍ له نړيوالو څارونکو سره همکاري کوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د تويتر له لارې وويل چې دې پريکړه ليک ته یې د هيواد ځواب «محکم او متناسب دی» او د «پريکړه ليک وړاندې کوونکی به یې د پایلو مسئوليت لرونکي وي.»

په دې منځ کې د ایران د اتومي پروګرام يوه اصلي منقتد يعني اسرائيل د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار د آژانس پریکړه ستايلې ده.

د دغه هيواد لومړي وزير نيفتالي بينيت ويلي دي: «دا يو مهم پريکړه ليک دی چې له لارې یې د ايران اصلي څېره راڅرګنديږي.» هغه ويلي دي چې د دغه آژانس غړو همکاري کړې ده، څو ایران د اتومي وسلو له جوړولو ايسار کړي.

ایران د دې پريکړه ليک د تصوبيدو د مخه ويلي ول چې د ملګرو ملتونو د څار د آژانس دوې کامرې یې لېر کړي دي. دغو کامرو د ایران د اتومي انرژۍ ساحې څارلې.

په منځني ختیځ کې د ایران سرسخت مخالف هيواد سعودي عربستان هم په دې منځ کې د اتومي انرژۍ د څار آژانس پريکړه ستايلې ده چې «ټینګار کوي چې ایران بايد خپل مکلفیتونه پر ځای کړي او دا اړينه بولي چې ايران د ټولو اتومي لانجو د حل کولو له پاره له دغه آژانس سره همکاري وکړي.»

له ۲۰۲۰م کال راهيسې دا لومړی ځل دی چې د یوه پريکړه ليک له لارې د ایران پر اتومي پروګرام نيوکه کيږي. دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د ايران د اتومي پروګرام په تړاو د ۲۰۱۵م کال تړون د بيرته پرځای کولو له پاره خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP)