1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې هم ژر اعلان کړئ»

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

ځيني عام افغانان وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې باید د ابتدايي په شان ونه ځنډیږي. خو ایا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به د پایلو په وروستۍ کولو کې په چټک ګامونو بريالی شي؟

https://p.dw.com/p/3VGw4
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سپټمبر ۲۸مې ولسمشریزو ټاکنو څخه پوره ۸۴ ورځې وروسته، پرون یکشنبې (۲۰۱۹م کال د دسمبر۲۲مه) د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.

عام افغانان چې دغو پایلو ته یې څه کم درې میاشتې انتظار ایستی اندېښمن دي چې ښايي د وروستیو پایلو اعلان ته به هم په میاشتو په تمه پاتې شي.

شاوخوا ۵۰ کلن ګل محمد چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته خوښ برې، خو ټینګار کوي چې نور باید د ټاکنو دا کېسه ختمه شي: «نور د انتخاباتو دا کیسه ختمه کړی، ابتدايي نتایج مو په څه لانجو اعلان کړل. اوس موږ غواړو چې نهايي نتایج هم ژر تر ژره اعلان شي، هرڅه په ټپه ولاړ دي تجارت، د خلکو کاروبار او بي کاري ورځ په ورځ زیاتیږي.»

د عامو افغانانو په وینا، ټاکنیزو جنجالونو پر ورځنیو چارو، سوداګری، اقتصاد، امنیت او کاروبار خورا منفي اغیز کړی.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي محمد طیب دويچه ویله ته وویل، چې له درې میاشتني ځنډ وروسته هم خوشاله دی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې: «زه د شکایتونو کمېسیون څخه دا هیله لرم چې پر شکایتونو ژر تر ژره تصمیم ونیسي ټولو اعتراضونو ته رسیده ګي وکړي، خو داسې نه چي د شکایتونو کمېسیون هم په میاشتو میاشتو د ټاکنو وروستني نتایج له ځان سره وساتي.»

بله خوا بياا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن دوشنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۲۳مه) د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ثبت لړۍ پيل کړه.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، چې د شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ یې تر ۴ زرو ډیر شکایتونه ثبت کړي دي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی امان چې په عمر پوخ ښکارېده دوچه ویله ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه باید ټولو ډلو ته قناعت ورکړي: «دا اوس چې نتایج اعلان شوي، څوک پرې خوشاله دي او څوک هم خفه دي اکثریت ډلې یې نه مني زه وایم د افغانستان خلک نور د دې بحرانونو توان نه لري کميسیونونه دي د جنجال ختمولو کوښښ وکړي نه دا چې جنجالونه لاپسې ډير کړي.»

له ډیری افغانانو سره دا اندېښنه هم شته چې ښايي سږنۍ ټاکنې هم د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو په څیر جنجالي شي او پایله به یې هم د ملي یوالي په څیر د یوه بل حکومت رامنځته کېدل وي.

سیاسي شنونکي ثناالله مخلص وویل، ټاکنو کې ښکېلې غاړې باید نور د خپل واک له پاره عام افغانان قرباني نه کړي: «د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي په تشویش کې دي، کاروبار نشته، پانګوال پانګونه نه کوي، له هيواده هره ورځ خلک تښتي، ناامنۍ خورا ډېرې شوي، دا وطن ټول د انتخاباتو پروسې ته منتظر دی، درې میاشتې بعد ابتدايي نتایج اعلان شول، درې میاشتې وروسته به بیا اخري نتایج اعلانیږي؟»

ښاغلی مخلص له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غواړي چې د شکایتونو د څېړنې پرمهال دې خپل بشپړ بې پرېتوب وساتي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی، خو ترڅنګ یې پر شکایتونو کمېسیون غږ کړی چې د ټاکنیزو شکایتونو مسلکي او شفافه ارزونه وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د وروستیو مالوماتو پر بنسټ، د روان لمریز کال د تلې یا میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې د یو میلیون، ۸۲۴ زره او ۴۰۱ افغانانو کارول شوې رایې معتبرې ګڼل شوي، چې له دې ډلې ۳۱ سلنه رایه ورکونکي ښځې دي.

اسماعیل شاکر – کابل