د وحشت او جګړو تر سیوري لاندي د مینانو نړیواله ورځ
د مینانو نړیواله ورځ په یو داسې هیواد کې چې هره ورځ ترې د جګړې خبرونه خپریږي، هم لمانځل کیږي. دا سمه ده چې افغانستان له جګړو سره لاس او ګریوان دی خو په دې هیواد کې داسې کسان هم شته چې تراوسه یې مینه نه ده هېره کړې.
د مینانو د نړیوالې ورځې «ولنټاین» څخه څو ورځې مخکې، په افغانستان کې ګل پلورونکي چمتوالی نیسي.
په افغانستان کې د مینانو ورځي ډېر لمانځونکي ځوانان دي.
په دې جنګ ځپلي هیواد کې مین هلکان او نجوني په دې ورځ یو بل ته ګلونه ډالۍ کوي.
د مینانو ورځ زیاتره د افغانستان په لویو ښارونو کې لمانځل کیږي. د دې ورځ رنګونه په کابل کې ډیر خواره وي.
د پلازمینې کابل په ډیرو هټیو کې د مینانو د ورځې ډالې ترسترګو کیږي.
د مینانو په ورځ ډالۍ اخیستونکي یوازې مینان، تازه واده کړي او کوژده شوي کسان نه دي. بلکي مشران «پلرونه او ميندي» هم دغه ورځ لمانځي.
که څه هم په افغانستان کې له مذهبي او ټولنیز پلوه د مینانو د ورځي پر وړاندې ځیني محدودیتونه شته، خو بیا هم دغه ورځ د هر کال په تیریدو سره په ښه توګه لمانځل کیږي.
د بیلګې په توګه سږ کال په هرات ولایت کې دیني عالمانو د مینانو ورځې لمانځل «حرام» بللي دي خو د دې باوجود بیا هم ځوانان دغه ورځ لمانځي.
د مینانو په ورځ د افغانستان تفریحي ځایونه او پارکونه د واده شوو کسانو او د مینانو له پاره ښه ځایونه ګڼل کیږي. هغوی دې ځایونو ته ځي، څو له جګړو او د ژوند له ناخوالو څخه لیري د کرارۍ یو څو شېبې په ګډه تیري کړي.
پارادیس او دایورس د افغانستان دوه رپ سندرغاړي دي او هغوی د آلمان په برلین کې د مینانو ورځ لمانځي. هغوی په افغانستان کې هم د مینانو ورځ لمانځله ځکه دوی دواړه له ډيري مودې راهیسې یو له بل سره مینه کوي. دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې ځوانان باید د ټولني د ناسمو رواجونو پروړاندې مبارزه وکړي.