1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د واک پر سر د غني او عبدالله له مبارزې طالبان ګټه اخلي»

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په برخه کې د امريکا متحده ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. واشنګټن په همدې دليل غواړي چې پر افغانستان مرستې کمې کړي چې دا به د افغانستان له پاره ناوړه پایلې ولري.

https://p.dw.com/p/3a40K
Aschraf Ghani und Abdullah Abdullah
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د امريکا متحده ایالاتو حکومت تر هغه وروسته چې پر هڅو سربيره يې هم د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ جوړ جاړی ونه شو، نااميدي څرګنده کړه. د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو په خپله يوه اعلاميه کې وويل چې دا ناکامي د دوو هيوادونو ترمنځ اړيکي زيانمنوي او په عين حال کې د هغو کسانو پر وړاندې بې احترامي ده  چې د افغانستان د راتلونکي جوړولو له پاره یې خپل ځانونه قربان کړي دي.

پمپيو د دې اختلافاتو په نتیجه کې د سختو اقداماتو اعلان وکړ او ویې ويل چې د افغانستان د روان کال د پرمختيايي چارو د بودجې څخه به يو میليارد يورو مرسته کمه کړي.

پمپيو وويل: «موږ چمتو يو چې په ۲۰۲۱م کال کې نورې يو ميليارد مرستې هم کمې کړو.» دا به د افغانستان له  پاره د امريکا د مرستو کابو څلورمه برخه وي. نوموړي دې خبرې ته اشاره وکړه چې پر دې اقداماتو په هغه صورت کې له سره غور کيدلی شي چې افغانان د يوه پايداره حکومت په جوړولو سره يو شي.

خو د افغانستان په څېر هېواد له پاره چې ډېر ضعيف اقتصاد لري، د مرستو کمول ښايي ډېرې ناوړه پایلې ولري. په واشنګټن کې د وودرو ويلسون د نړيوالو څيړنو په مرکز کې د جنوبي آسيا کارپوه مايکل کوګلمن وايي چې د افغانستان د بودجې ستره برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده.

کوګلمن له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې امريکا پرته له دې بله لاره نه لري: «امريکا متحده ايالات غواړي د مالي مرستو په کمولو د غني او عبدالله ترمنځ اختلافاتو کمولو له پاره خپله وروستۍ هڅه وکړي.«

کابل د سولې فرصت په خطر کې اچوي

ولسمشر محمد اشرف غني او مخالف یې عبدالله عبدالله چې ځان ته د «ټول شموله حکومت ولسمشر» وايي، د خپلو مخالفتونو په له منځه وړولو نه دي توانيدلي او په کابل کې د واک پر سر مبارزه روانه ده.

تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته چې د رای ورکوونکو د ګډون کچه پکې ډيره ټيټه وه او په اړه یې د درغليو تورونه هم ولګول شول، د ټاکنو خپلواک کميسيون ولسمشر غني د ۵۰،۶۴ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکی اعلان کړ. خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو پايلې ونه منلې او دواړو په يوه ورځ د لوړي مراسم پر ځای کړل. تر اوسه يو اړخ هم جوړجاړي ته حاضر شوی نه دی.

ولسمشر غني د امريکا متحده ایالاتو د خبرداري تر تاثير لاندې نه راغی او په ځواب کې یې د ملي تلویزيون له لارې وويل: «کولی شم تاسې ته دا ډاډ در کړم چې د مالي مرستو کمول به زموږ پر مهمو او اساسي سکتورونو هیڅ اغیز ونه لري. هر هېواد په دې ډول مواردو کې يوه بديله برنامه لري.»

هغه زياته کړه چې د افغانستان بودیجه به له سر وارزوله شي او پر دې اساس به پلان شي.

خلک د يوازې پريښوول کيدو احساس کوي

خو ډېری افغانان د مرستو د کمیدو د ګواښ په اړه اندیښمن دي. هغوی ويره لري چې هېواد یې چې بې وزله دی او په فساد کې هم ښکیل دی، خپل ځان نور پسې محروموي. د «نړۍ د لوږې سره د مرستې» سازمان د رپوټ په حواله د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د دې سازمان د اټکلونو پر اساس د دې هېواد د ۳۶ ميليونه نفوس څخه یې ۹،۸ سلنه بيړنيو مرسته ته اړتيا لري.

په داسې يوه وضعيت کې ډير وګړي دا پوښتنه کوي چې آيا افغانستان د دې توان لري چې د يو ميليارد ډالرو مرسته رد کړي؟ 

په پام کې وه چې بين الافغاني مذاکرات د روان کال په مارچ مياشت کې ترسره شي خو تر اوسه لاپه دې مورد کې ډيره روڼتيا نه شته.

د افغانستان د تحليلګرانو د شبکې بنسټ ايښوونکی او د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتيګ وايي چې له کلونو راهيسې د طالبانو د ځپلو او ټوټه ټوټه کولو څخه خبرې کيدلی خو په حقيقت کې طالبان «وار په وار په دې توانيدلي چې خپلې ليکې لا پسې قوي کړي.

طالبان په کابل کي له سياسي ګډوډۍ ګټه اخلي

که څه هم چې پمپيو د کابل له سياسي قشر د توصيف الفاظ نه لرله، خو طالبان یې د سولې له پاره د هغوی د چمتوالي او هڅو له کبله وستايل. هغه ټينګار وکړ: «د تړون تر لاسليکيدو راهيسې پر امريکايي عسکرو هیڅ بريد نه دی شوی.«

کوګلمن وايي چې طالبانو په دې وروستيو شلو کلونو کې له سياسي اختلافاتو څخه ډيره ګټه ترلاسه کړې ده. د نوموړي په خبره طالبان کولی شي د افغانستان حکومت دا مالي تاوان خپله بريا وګڼي ځکه د امريکا متحده ایالاتو دا اعلان به د افغانستان د مخه ضعيف حکومت نور هم زيانمن کړي.

کوګلمن وويل: «د دې نتیجه داده چې د امريکا متحده ایالاتو د مرستو د درولو پريکړه د طالبانو له پاره يوه قوي تبليغاتي بریا ده.» هغه زياته کړه چي که د افغانستان حکومت په يووالي موافق نه شي، نو په هغه صورت کې به امريکا متحده ایالات ښايي د پردې تر شا خپل نقش ولوبوي خو د بين الافغاني مذاکراتو له مفکورې به تير شي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو ته به، د خپلې مخکنې پريکړې پر اساس دوام ورکړي.

توماس روتيګ وايي چې «طالبان په کابل کې د بې اتفاقۍ ثمره د ځان له پاره ټولوي.» خو د هغه په خبره اصلي بايلونکي بيا هغه دي چې له دې حالته تر ټولو زيات متضرره کيږي، يعني د افغانستان خلک.