1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د وارخطايي علایم په کرونا اخته کیدو باندي مه غلطوئ

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

د کرونا شیوع په ټوله نړۍ کي نه یوازي په خلګو کي د ډیري وارخطايي سبب ګرزیدلې، بلکي اکثره کسان د بیري ځیني علایم، لکه نفس تنګي، په ځیګر کي د درد احساس، بې اشتهايي او زړه بدي د کرونا د علایمو سره غلطوي.

https://p.dw.com/p/3am9e
Symbolbild - Bauchschmerzen
انځور: Fotolia/absolutimages

د هافینګتون پوست په حواله د روانشناسي کارپوهانو اوس ټینګار کړی، چي د وارخطايي او بیري اکثره علایم د کرونا کووید ۱۹ د علایمو سره مشابه دي او دا ډیره مهمه ده، چي خلګ وکولای سي، هغوی یو د بل سره تفکیک کړي او خپلي بیري او وارخطايي ته ادامه ورنه کړي.

د روانشناسي امریکايي ډاکتر، کیت دنیستون په نظر،مثلآ «نفس تنګي یا په سختۍ سره ساه اخیستل د کرونا کووید ۱۹ او وارخطايی دواړو ګډه علامه ده. خو یوه نقطه موجوده ده، چي کولای سي ستاسي سره کومک وکړي، چي هغوی یو د بل سره جلا کړئ. هغه داچي د وارخطايی څخه نفس تنګي ناببره رامنځته کیږي او بیرته ژر لیري کیږي. دغه ډول نفس تنګي د کرونا سره هیڅ ارتباط نلري. نو که وکولای سئ، د څو دقیقو په جریان کي خپل ځان ارام کړی او یوه عمیقه ساه وایستلای سئ، په کرونا باندي د اخته کیدو تشویش نه پاتیږي.»

خو د کرونا د نفس تنګۍ ماهیت بیا بل ډول دی او کولای سي په څو ساعتو او یا څو ورځو کي د چا ژوند د خطر سره مخامخ کړي. د کووید ۱۹ او وارخطايی د علایمو د تفکیک بله لار داده ،چي پر هغه باندي خبري وسي. داسي چي، د نفس تنګۍ پر مهال د خپلو دوستانو سره ارتباط ونیسئ. که پر خبرو کولو باندي قادره یاست او هغوی ستاسي د خبرو په مفهوم باندي پوهیږي، نو بیا ستاسي نفس تنګي د وارخطايي څخه رامنځته سوې ده.

دا مه هیروئ، چي په کرونا د اخته کیدو په صورت کي نفس تنګي د دوامداره تبي سره مل وي او تر ۳۷،۷ درجې لوړه وي. تاسي شاید نور علایم هم تجربه کړئ، چي په وارخطايي او بیري باندي د اخته کیدلو په صورت کي نه رامنځته کیږي، لکه وچ ټوخی، درد او د ستړیا احساس.