1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

د واده کولو په ژمنو د لسونو ښځو تیر ایستونکی ونیول شو

۱۴۰۲ اسفند ۱۱, جمعه

د هند پولیسو هغه کس نیولی چې تر ۲۵۰ ډیرې ښځې یې په دې بهانه تیر ایستلي وې چې غواړي ورسره واده وکړي. دغه کس به د واده په انټرنټ پاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د جعلي پروفایلونو په جوړولو سره ښځې او د هغوی سرپرستان تیر ایستل.

https://p.dw.com/p/4d5Ks
Symbolbild | Indien Kinderehe
انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/imago images

په هند کې د بنګلورو ښار پولیس د نریش پجاري ګواسوامي په نوم هغه کس نیولی دی چې د واده په ویب سایټونو او ټولنیزو رسنیو کې به یې له ښځو سره اول دوستې او بیا به یې ورسره د واده کولو ژمنه کوله او په دې توګه به یې ترې پيسې وهلې. له نیول کیدو مخکې پورې دغه کس ۲۵۹ ښځو ته فریب ورکړی وو.

 پولیسو ویلي دي چې ګوسوامي به د ځوانانو له انځورونو څخه په استفادې آنلاین پروفایلونه جوړول. نوموړي به کله ځان د هوایي ډګر د ګمرک کارمند او کله به یې سافټ ویر انجینر معرفي کولو. په داسې حال کې چې نوموړی د ښار په یوه اطرافي سیمه چک پیټ کې د رخت یا ټوکرانو د دوکان پلورونکی وو.

 د پولیسو په حواله ګوسوامي به په ځانګړي ډول کونډې او یا طلاق شوې میرمنې په نښه کولې. هغه به ورته لیکلي پيغامونه استول، د شپې تر ناوخته پورې به یې ورسره خبرې کولې او بنګلورو ته له ور بللو مخکې به یې د هغه اعتماد ترلاسه کولو او وروسته به یې ترې د پيسو غوښتنه کوله.

څنګه ونیول شو؟

پولیس وایي چې د راجستان اوسیدونکی ګواسوامي د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې په بنګلورو کې میشت وو. له اغیزمو شوو کسانو یوې یې تیره اونۍ عریضه وکړه چې تر هغې وروسته د بنګلورو د اورګاډي لیکې پولیسو څیړنې پيل کړې او دغه ۴۵ کلن فریبکار یې ونیوه.

په پاکستان کې د هندوانو ډله ایز واده

د پولیسو په حواله تورن کس د یوې اغیزمنې شوې میرمنې مور پلار بنګلورو ته د ملاقات له پاره ورغوښتي ول. نوموړي د ریل په تمځای کې په دې بهانه له هغوي څخه ۱۰ زره هندي روپۍ اخیستې وې چې غواړي د خپلې کورنۍ غړو له پاره پرې ټکټ واخلي او وروسته بیا ورک شو.

پولیس وایي چې تورن کس خپل نوم پون اګروال ښودلی وو. کله چې اغیزمن شوي کورنۍ شکمنه شوه، نو پولیسو ته اطلاع ورکړه چې په پایله کې دغه کس ونیول شو. د پولیسو په وینا هغه به له ښځو سره د خبرو کولو له پاره مختلف سیم کارتونه کارول.

مخکې تر دې هم کله داسې شوي وو؟

همدا د کرناټک ایالت د میسور ولسوالۍ پولیسو تیر کال په جولای کې یو ۳۵ کلن کس ښځو ته د فریب ورکولو په تور نیولی وو. نایک به ځان انجینر یا داکتر معرفي کولو او ښځو ته به یې د واده کولو بلنه ورکوله او لږ تر لږه له ۱۵ ښځو سره یې وادونه هم کړي وو چې څلور ماشومان یې هم درلودل.

پولیسو د نایک له نیولو وروسته وویل که څه هم هغه تر پنځم ټولګي پورې ښوونځی ویلی وو، خو خلکو ته به یې ویل چې داکتر، انجینر او یا ملکي قراردادي دی. نوموړي یو جعلي کلینیک هم پرانیستی وو او د خپلې داکترې ادعا د تقویه کولو له پاره یې یوه نرسه هم ګمارلې وه.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب