1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندي سینما وتلی ستوری عرفان خان ومړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د هندي سینما وتلی ستوری عرفان خان د چهارشنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په یوه روغتون کې مړ شوی دی. د رپوټونو په حواله نوموړی د یوې مودې راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته شوی وو.

https://p.dw.com/p/3bXqr
Indischer Schauspieler | Irrfan Khan
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

د چهارشنبې په ورځ د هندي سینما یو نامتو ستوری ورژید. د رسنیو د رپوټونو په حواله، عرفان خان چې د «لایف اف پای» په څیر په بریالیو فلمونو کې یې ښه نقش لوبولی وو، د ورپیښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

د نوموړي ستوري یوه ویاند د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې عرفان خان له سرطان سره اوږده مبارزه درلوده.

عرفان خان د هندي سینما د لومړنیو ستورو له ډلې څخه وو چې په غربي سینما یا هالیوود کې یې په کار پیل وکړ. تر عرفان خان وړاندې سعید جعفري، روشان سیټ، او اوم پوري د هندي سینما هغه ستوري وو چې په غربي سینما کې یې قدم ایښی وو.

د مړیني پرمهال د عرفان خان عمر ۵۳ کاله وو.