1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د هندي سينما يو بل مشهور هنرمند رشي کپور هم ومړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د هندوستان د سینما یا بالي وود مشهور ممثل رشي کپور، د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. نوموړی د هند د مشهورې هنرمندې کپور کورنۍ غړی وو او په ډيرو کاميابو او مشهورو فلمونو کې یې کار کړی وو.

https://p.dw.com/p/3baZd
Indien | Bollywood-Schauspieler Rishi Kapoor
انځور: imago images/Zumapress/M. Shelte

رشي کپور د «بوبي» او «ميرا نام جوکر» فلمونو کې د نقش په لوبولو سره په لومړي ځل وځليد او د مینه والو په زړونو کې یې ځانګړی ځای پیدا کړ. د نوموړي کورنۍ ويلي چې هغه د پنجشنبې په سهار د وينې له سرطان سره تر دوه کلنې مبارزې وروسته ومړ.

د مرګ پرمهال رشي کپور ۶۷ کاله عمر درلود. له هغه یې ښځه او دوه اولادونه پاتې شول چې يو یې د هند د سينما مشهور ځوان ستوری رنبير کپور دی.

د رشي کپور کورنيو په يوه اعلاميه کې ويلي: «هغه په تیرو دوو کلونو کې په دوو لويو وچو کې د درملنې پر مهال خوښ او هوډمند پاتې شو.»

د رشي کپور د مړيني خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې همدا پرون، چهار شنبه د هند يوه بل مشهور هنرمند عرفان خان هم د سرطان د ناورغۍ قرباني شو. عرفان خان چې دهالي ووډ سينما په يو شمير مشهورو فلمونو کې هم لوبيدلی وو، ۵۴ کلن وو.

زموږ له آرشیف څخه: