1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان په مظاهرو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

د هندوستان په ښارونو کې پر لويو غونډو د بنديز لګولو او د انترنتي خدماتو د بنديدو سربیره، د شنبې په ورځ هم مظاهرو ادامه لرلي. په هند کې د تابعيت د نوي قانون پر ضد مظاهرو کې تر اوسه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3VBy2
Indien Neu-Delhi Protest gegen Staatsbürgerschaftsgesetz
په نوي ډيلی کې د شنبې ورځې د مظاهرو يوه څنډهانځور: picture-alliance/Xinhua/J. Dar

د آلمان خبري آژانس له نوي ډیلي څخه ليکي، سربيره پر دې چې په شمالي ايالت اترا پرديش کې پر لویو غونډو باندې بنديز لګول شوی، په مجموعي توګه ۱۶ کسان په مظاهرو کې وژل شوي دي. په اترا پرديش کې د پوليسو مشر، او پي سينګ، وويل چې تر اوسه په دغې سيمه کې ۹ کسان وژل شوي دي.

سينګ وویل، د جمعې ورځې مظاهرو پر مهال د اوراچونې او د پوليسو پر ودانيو د ډبرو ګوزارنو په ګډون، د تاوتريخوالو ډيرې پيښې رامنځ ته شوې. يو اته کلن هلک د خلکو د رش او ګڼې ګوڼې په منځ کې هغه وخت خپل ژوند ژوند له لاسه ورکړ، چې پوليسو د يوې څپې د پاشلو هڅه کوله. په نورو ځایونو کې هم پراخ اعتراضونه شوي خو په سوليزه توګه ترسره شوي دي.

Indien Gauhati Protest gegen Staatsbürgerschaftsgesetz
د هندوستان په ګاوهاتي کې د مظاهرېانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nath

د هندوستان (NDTV) نيوز چينل رپوت ورکړ چې د شنبې په ورځ هم د ملي پلازمينې، کلکتې، پاتنا، تیرووانانتاپورام او کوچي ښارونو په ګډون، د هندوستان په مختلفو سیمو کې مظاهرې په لاره اچول شوي دي.

تيره اوونۍ په هندوستان کې د تابعيت نوی قانون د پارلمان له خوا تائيد شو چې پر وړاندې له هماغه وخته په دغه هيواد کې پراخ اعتراضونه روان دي.

 

د تابعيت نوی قانون په ځانګړې توګه د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش غير مسلمان مهاجرو ته د تابعيت ورکولو بهیر اسانه کړی دی. په مشخصه توګه د یادو هیوادونو د هندوئیسم، سیک، د هندوستان پارسيان، بودا، جن او مسیحي مذهبي اقلیتونو باندې تمرکز شوی دی. مسلمان مهاجر له دغه سهولت څخه بې برخې دي.

د دغه قانون مخالفان وايي چې د تابعيت نوی قانون د هندوستان د سيکولر اساسی قانون سره په ټکر. دوی وايي د هندوستان په سيکولر اساسي قانون کې مذهب د تابعيت يو اساس تشکيلوي دی.

خو د صدراعظم نریندا مودي په مشرۍ د هندوستان د بهارتيا جنتا پارتي (BJP) حکومت وايي چې نوی قانون به د مسلمانانو په ګډون د هندوستان د هيڅ اوسیدونکي پر تابعيت باندې اغیز ونه لري.

ويل شوي چې نريندا مودي پر دغې موضوع د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۱مه) ناوخته، د وزيرانو شورا راغوښتلې ده. تمه ده چې اعتراض کونکي به هم د غونډې پر مهال پر حکومت غږ وکړي چې د تيرو شپږو مياشتو پر سياستونو باندې يې له سره کتنه وکړي.

dpa su shs/mks/aa