1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هندوستان په شمال ختیځ کې د پوځ ۱۶ عسکر مړه شوي دي

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د هندوستان پوځ د جمعې په ورځ وويل چې د دغه هیواد د شمال ختيځ په یوه ليرې پرته غرنۍ سېمه کې د پوځیانو یوه ليږدونکې لارۍ یو تنګي ته لوېدلی او ۱۶ پوځيان پکښې مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LNSL
د هندوستان د پوځ يوه چورلکه - د آرشیف انځور
د هندوستان د پوځ يوه چورلکه - د آرشیف انځورانځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

د هندوستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغه پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي چې د هوا له طريقه د پوځ یوه نژدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پوځ په خبره، پېښه د هندوستان سیکیم ایالت مرکز، ګنګتوک ښار په سل کېلومترۍ کې د چاتین په نوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. پوځ زیاته کړې ده چې لارۍ په یوه غرنۍ سیمه کې په شتاب د راګرځيدو له امله ښوېدلې او تنګي ته لوېدلې ده.

د هندوستان دفاع وزير راج ناتھ سینګ ويلی دی چې هغه د پوځیانو په مړينه سخت دردمن شوی دی.