1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند یو مشر: د باليووډ ځينې هنرمندان له ISI سره اړيکې لري

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

د هندوستان د واکمن حکومتي ګوند بي جی پي مرستیال بائې جاینت جی پانډا ادعا کړې ده چې د باليووډ یو شمیر شخصیتونه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی او د دې هیواد له پوځ سره تائید شوې اړيکې لري.

https://p.dw.com/p/3fttB
Indien "I For India" Konzert - Online-Spendenaktion - Shah Rukh Khan
انځور: AFP/J. Sawad

په هندوستان کې د بهارتیه جنتا واکمن حکومتي ګوند د یوه مشر بائې جاینت جی پانډا د جهارشنبې ورځې یوه تویتري پيغام په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپورته کړي دي. نوموړي د باليووډ له وطن پرسته فلمي ستورو څخه غوښتي دي چې هغه دې له داسې پاکستاني اتباعو او پاکستاني الاصله خلکو سره خپلې اړيکې قطع کړي، چې پخوا یې په جمو کشمیر کې له تشدده ډګو فعالیتونو ملاتړ کړی دی.

پانډې په خپل تویت کې ادعا کړې چې د پاکستان له اسخباراتي ادارې ISI سره د داسې کسانو د اړیکو درلودلو تصدیق او پخلی شوی دی. که څه هم د بي جی پي دغه مشر په مستقیم ډول د باليووډ د کوم داسې شخص نوم نه دی اخیستی، خو په خبره یې له «محب وطن» یا وطن دوسته کسانو څخه غوښتي دي چې له داسې اشخاصو سره دې خپلې اړيکې پرې کړي.

بالاخره خبره څه ده؟

د هند د سیمه ایزو رسنیو په حواله په ټولنیزو رسنیو کې له یوه کشمیري توکمه امریکایي انجینر ټوني اشائې سره د باليووډ د مشهور ستوري شاهرخ خان او د هغه د میرمنې ګوري خان د انځور تر خپریدو وروسته دغه شخړه راپوروته شوې ده.

Prunkhochzeit in Indien Shah Rukh Khan
د بالیووډ سنیما مشهور ستوری شاه رخ خان او میرمنه یي ګوري خانانځور: picture alliance/dpa/Mum-Mitesh Bhuvad

دا خبره مهمه ده چې ټوني اشائې په ښکاره ډول د هند تر ولکې لاندې کشمیر او کشمیري ولس د حقونو او هغوی له پاره د عدالت غوښتنه کوي.

په همدې منځ کې په سري نګر کې د ال سکندر په نوم د تویتر یوه کارونکي پر ټوني آشائې تور لګوی دی چې نوموړی کشمیري ځوانان لمسوي چې تیږي او وسلې را پورته کړي. نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر سره د آشائې انځورونو د حوالې په ورکولو سره تور لګولی دی چې هغه د ISI له پاره خدمات وړاندی کوي.

د دغو دواړو تویتونو تر خپریدو وروسته خبره د مرکزي حکومت رسنیو ته ورسیده. د هندي رسنیو څو کړیو تر اندازې زیات د توکمپالنې نظریې په ښکاره کولو سره د کشمیریانو وطن دوستي تر پوښتنې لاندې راوستل شروع کړل.

بل لور ته ټوني آشائې د دغو ټولو تورونو په ردولو سره هغه بې بنسټه بللي دي. هغه په یوه تویټ کې لیکلي دي: «په هندي رسنیو کې زما پر ضد توطیه یي نظریات خپریږي چې ګواکې زه د آي اس آی اجنټ یم، دا بې بنسټه دي. دا ژورنالیستان دې یا کوم ثبوت وړاندې کړي او یا دې هم غیر مشروطه بخښنه وغواړي.»

نوموړي واضحه کړې ده چې د کار په ارتباط یې له ډیر شمیر مشهورو شخصیونو سره ملاقاتونه کیږي، چې په هغو کې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر عمران خان او د باليووډ د مشهور ستوري شاه رخ خان ترڅنګ نورې ډیرې مشهورې څیرې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ډیزاین پرته یې کله هم د کوم بل کاروبار په برخه کې کار نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې هم د هندو ملتپاله کړیو له خوا د باليووډ پر ستورو په امریکا، متحده عربي اماراتو او بریتانیا کې د میشتو پاکستاني سوداګرو او کاروباریانو سره د ارتباط درلودلو اړوند پوښتنې راپورته شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د اړوندې موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: