1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د هند لوی درستیز: پاکستان ترهګري او هند دارو درمل صادروي

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د هندوستان د پوځ لوی درستیز جنرال ایم. ایم. نرواني په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر پاکستان انتقادونه کړي دي او ویلي یې دي چې د کرونا د وبا پرمهال هم پاکستان د هندوستان پر وړاندې له ناوړه کارونو لاس نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/3b6K7
Indien Manoj Mukund Naravane (L)
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

د هندوستان د پوځ لوی درستیز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په داسې یوه وخت کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې ده او هندوستان ټولې نړۍ ته د کرونا پر وړاندې د مبارزې له پاره دارو درمل صادروي، پاکستان بیا هم د ترهګرۍ په صادرولو باندې مصروف دی.

جنرال نرواني له یوه خبري آژانس سره په خبرو کې د کرونا وبا له کبله د رامنځ ته شوي وضعیت په هکله وویل: «دا ډیر ستونزمن وخت دی. موږ له خپلو ښاریانو سره مرسته کوو. اړو هیوادونو ته دارو درمل وړاندې کوو. خو بل لوري ته بیا پاکستان اوس هم د ترهګرۍ په صادرولو بوخت دی.»

د هند د پوځ دغه لوړ پوړي چارواکي همدا راز زیاته کړې چې دا د ډیر خپګان خبره ده چې ټوله نړۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې له پاره متحده شوې ده او په ګډه یې پر وړاندې مبارزه کوي، په همداسې یوه وخت کې هم زموږ ګاونډی هیواد له بدو کارونو نه لاس په سر کیږي. هغوی [پاکستان] زموږ له پاره مشکلات رامنځ ته کوي.

هندوستان یو ځل بیا د اوربند د ماتولو په برخه کې پر پاکستان انتقاد وکړ او ویلي دي چې په دې وروستیو کې یې څو ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. د هندوستان پوځ ادعا کړې چې دوی د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په دودهنیال سیمه کې د ترهګرو یو کمپ ویجاړ کړی دی او دا چې د کیرن سیکټر د هندوستان اړوند سیمې ته داخلیدونکي پنځه تنه وسلوال یې وژلي دي.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د هندوستان د پوځ لوی درستیز وویل چې د هندوستان پوځ په پوځ کې د ننه د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له پاره ځانګړي تدابیر نیولي دي. د نوموړي په خبره د هندوستان په پوځ کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس اته مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې له دې ډله څخه یې دوه تنه ډاکټران او یو بل یې د صحي کارمند دی. د هغه په خبره، د دوی ټولو درملنه ادامه لري او د رغیدو په حال کې دي. د دغه هندي جنرال په خبره، له دوی څخه یو سرتیري تر رغیدو وروسته بیرته دندې ته ستون شوی دی.

د هند د پوځ لوی درستیز همدا راز زیاته کړې چې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې د هندوستان پوځ په بشپړه توګه چمتو دی او له هر راز وضعیت سره د تقابل وړتیا لري. هغه همدا راز وویل چې د هندوستان پوځ کولی شي یوازې په شپږو ساعتونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره د تجرید ځایونه او په روغتونونو کې د جدي مراقبت څانګې فعالې کړي.

نوموړي هندي جنرال همدا راز ویلي چې د اړتیا په وخت کې د هندوستان پوځ له خلکو سره د مرستې له پاره په سملاسي توګه میدان ته راځي. د هغه په خبره پوځ هره ورځ تر څار لاندې لري او دا چې قوماندانان، افسران او سلاکاران په خپلو کې دوامداره جلسې هم کوي. د هندوستان د پوځ د لوی درستیز جنرال نرواني په خبره، د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس په هکله، راتلونکې څو اونۍ به د هندوستان له پاره ډیرې ارزښتناکه وي.

زموږ له آرشیف څخه: