1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

«د هند د ماتې غوسه پر کشمیري محصلینو ایستل شوې»

۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبه

د هند او پاکستان ترمنځ د کريکټ د شل اوریزې سیالۍ سمدستي وروسته پر کشمیري محصلینو بریدونه شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې د هند د کريکټ لوبډلې له ماتې څخه غمجن شوو هندو مذهبپالو ډلو بیا کپتان ویرات کوهلي هم غدار بللی دی.

https://p.dw.com/p/42A1X
India vs Pakistan - T20 world cup cricket
انځور: Francois Nel/Getty Images

د یکشنبې په ورځ وروسته له دې چې پاکستان د ټي ټونټي په مسابقه کې خپل سیال هند ته ماته ورکړه، د هند په یو شمیر تعلیمي ادارو او پوهنتونونو کې پر کشمیري محصلینو بریدونه پيل شول. په دغو بریدونو کې د ډېر شمیر کشمیري محصلینو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

لومړي برید د هندي پنجاب په یوه پوهنتون کې شوی. د دې برید اړوند خپره شوې ویډیو کې په لیلیه کې دننه کشمیري محلصین لیدل کیږي چې پرې برید شوی. دویم برید د موهالي کهرار په «ریات بهارت یونیورستي» کې شوی او هلته هم کشمیري محصلین په نخښه شوي دي.

د کشمیري محصلینو د ټولنې ویاند ناصر کهویهامي په خپل تویتر کې لیکلي دي: «په سنګرو او کهرار موهالي کې چې پر کومو کشمیري محصلینو برید شوی هغوی ماته وویل چې سیمه ایزو خلکو او نورو پنجابیانو دوی ژغورلي دي. د بهار، اتر پردیش او هریانه محلصین د دوی لیلیې ته ننوتلي او دوی یې وهلي او ټکولي دي.»

ډېری هندو مذهبپاله دومره په غوسه شوي دي چې د هند په لوبډله کې مسلمان لوبغاړي محمد شامي ته یې ښکنځل او ناوړه الفاظ کارولي دي.

همدارنګه د کرشنا په نوم یوه هندو په ټویټر کې لیکلي دي چې د ویرات کوهلي اصلي نوم ویرات الدین کوه علی دی.

د پریس کلب آف انډیا پخواني مشر تندلاری هندو واعظ پوشپیندر کالشریترا، د دې ماتې پړه پر ویرات کوهلي اچولې ده.