1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي دویم فاز پرانیستل سو؛ کندهار او هلمند به برېښنا ولري

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

د طالبانو چارواکو نن د هلمند د کجکې بند د دویم فاز جوړیدو او د شاوخوا ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید د پیلیدو خبر ورکړی دی. هلمند او کندهار له کلونو راهيسي د برېښنا له ستري ستونزي سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4EiPU
Afghanistan, Bau des Kajaki Power Dam in der Provinz Helmand
انځور: Asadullah Shakib

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت دویچه ویله ته وویل چې نن یې د کجکې بند دویم فاز رسماً پرانیستی او د دې فاز د پرانیستنې سره سم به کجکې بند شاوخوا ۱۵۰ میګاواټه برېښنا هلمند او کندهار ښارونو له پاره تولید او څلرویشت ساعته برېښنا ورکړي.

ده وویل: «په راتلونکو دوو نورو کلونو کي به پر دغه بند میلیونونه امریکایی ډالره ولګول سي، ترڅو پوري د دې بند دروازې او ګڼ نور سیستمونه ورته وه رغول سې.» 

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت چارواکی وایی چې د ترکیې ۷۷ کمپنۍ به تر راتلونکو شلو کلونو پوري د دې بند د برېښنا ترپنځوس سلنې پیسې دوی ته ورکول کیږي او له شلو کلونو وروسته به د برېښنا بند ټولې چاري بشپړي افغان حکومت پرمخ وړي.

په کندهار کی تجاران وایې چې دوی له تیرو څوکلونو راهیسې پانګونه کړې وه، خو د برېښنا د نه شتون له امله هلته شاوخوا ۷۰ سلنه فابریکو خپل کارونه په ټپه درولې وه.

محمد عثمان چې سلګونه زره امریکایې ډالر یې د اوړو میل پر یوې فابریکې په کندهار ولایت کې مصرف کړي دویچه ویلی ته وویل: »که چیري د کجکي برېښنا څلوریشت ساعته موږ ته راسې زه به په یوه شپه او ورځ کې شل ساعته خپله فابریکه چالانه کړم او له څلویښتو کاریګرو څخه به یې سل تنو ته د کار زمینه برابره سې.»

Afghanistan, Bau des Kajaki Power Dam in der Provinz Helmand
د دې بند د دوهم فاز چاری په ۲۰۱۶م کال کې د تیر حکومت له لوري پیل سوې وېانځور: Asadullah Shakib

د هلمند اوسیدونکي هم خوښ دی او وایی که چیري برېښنا څلرویشت ساعته سې نو دوی ته به په هلمند او کندهار کي د کار زمینې برابري سي.

د هلمند ولایت اوسیدونکی صفی الله وایی چي په دې ولایت کي مخکې تجارانو ځکه صنعتي پارک فعاله کیدو ته زړه نه ښه کاوه چې د برېښنا نه شتون وو: «اوس ډېرو تجارانو زړه ښه کړی، ترڅو پوري په دې ولایت کي فابریکې فعاله او خلکو ته به د کارزمنیه برابره کړي، ځکه بریښنا به راتلونکو اونیو کې څلرویشت ساعته سې او خلک به د کورنۍ ستونزی هم پرې حل کړي.»

کندهار ته د کجکي برېښنا نوی لاين ورسېد

د بریښنا شرکت مرستیال عبدالرحمن رحماني، د کجکي بریښنا دوهم فاز د ۱۰۰مېګاواټه پروژې دافتتاح په مراسمو کې ویلي: «په کجکي کې د نوي پاور هاوس جوړول د ۱۰۴.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت راتلونکی پلان دی.»

د پخوانی جمهوری حکومت د اوبو رسونې د برخې مسول انجینر خان محمد تکل پر ټولنیزو رسنیو یوه لیکنه کړې او ویلي یې دې چې د کجکې بند له پاره تر ټولو مهمه داده چې هلته د اوبو سربندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل سې ترڅو د خلکو د کورونو او ځمکو سمه ساتنه وسې.

نوموړي لیکلې: «د پروژې اساسي کار چې د پارچاوې جوړول، د دهراود، غورک او کجکي د اولسوالیو د هغه برخو استملاک دي، چې د بند په کاسه کې د ډیرو اوبو د ذخیره کولو په وجه متضرر کيږي.«

کجکي بند په هلمند کي د امریکا متحده ایالاتو د موریسن کنودسن کمپنۍ له خوا ډیزاین  او د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د برېښنا د تولید او اوبو لګولو په موخه په دغه ولایت کې جوړ سو.

د دغه بند د دوهم فاز چاری په ۲۰۱۶م کال کې د تیر حکومت له لوري د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت پیل سوي وو چې یوه برخه یې نن پای ته و رسیدله او په راتلونکو دوو کلونو کي به د دغه بند ټولې چاري بشپړې سي.

زموږ له آرشيف څخه: