1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ یو پر دریمه برخه وګړي تراوسه انټرنیټ ته لاسرسی نه لري

۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په نړۍ کي انټرنیټ ته لاسرسی په ورځنۍ اړتیا بدل سوی دی. له دې سره بیا هم په ټوله نړۍ کي تر دوه نیم میلیارډ ډېر انسانان انټرنیټ نه کاروي.

https://p.dw.com/p/4PxEV
یوه جوړه،د لپټاپ کارولو پرمهال
یوه جوړه،د لپټاپ کارولو پرمهال انځور: picture-alliance/ Bildagentur-online/Tetra-Images

یوازي په آلمان کي چي د نړۍ یو له پرمختللو هیوادونو څخه شمېرل کېږي، نژدې ۳،۴ میليون کسان، چي د ۱۶ او ۷۴کلنۍ ترمنځ دي او تقریباً د دغه هیواد شپږ سلنه نفوس دی، هیڅکله يې د انټرنیټ نړۍ ته سر نه دی ور ښکاره کړی.

اړوند: مخابراتو وزارت وايي د انټرنیټي او د ټیلفوني مکالمو بیې راټېټوي

دغه شمېره د آلمان فدرالي ادارې د دغه هيواد په ویسبادن ښار کي د سرشمېرني ادارې د یوې نظر پوښتني پرمهال پروسږکال د ډله ایزو اړیکیزه وسایلو په اړه خپره کړې ده.

له انټرنیټ څخه دغه لیري پاته سوي کسان اکثره د ۶۵څخه تر ۷۶ کلنۍ پوري کسان دي. په آلمان کي هغه تر ۴۵ کلنۍ کښته کسان چي هیڅکله يې له انټرنیت څخه کار نه دی اخیستی تر دوه سلنه لږ دي.

اړوند: دويچه ويله ښو انټرنيټ پاڼو ته جايزه ورکوي

د اروپايي ټولني په کچه په منځني ډول په سلو کي اوو کسانو هیڅکله د انټرنیټ نړۍ ته سر نه دی ورښکاره کړی، خو دا شمېره د اروپايي ټولني په بېلا بیلو هیوادونو کي توپیر لري، د بېلګي په ډول په یونان او پرتګال کي دغه شمېره په سلو کي ۱۴، په سکانډیناوي او همدارنګه په ایرلنډ کي بیا په سلو کي تر څلور کسانو لږ ده. 

اړوند:طالبانو په هرات کي انټرنیټ کیفي ګاني د «منکراتو» په سبب بندي کړې

د فدرالي آلمان د سرشمېرني اداره د مخابراتو د نړيوالي ادارې«آی، ټي، یو»  د اټکلي شمېرو د راپور پر بنسټ په ۲۰۲۰م کال کي د نړۍ په سطحه د بشر یوې پر درېیمه برخي انټرنیټ کارلو ته لاسرسی نه درلود. 

په دې معنی، چي تراوسه لږ تر لږه  ۲.۷ میلیارډه کسانو انټرنیټ نه دی کارولی.

ژباړه ، محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف څخه 

په افغانستان کې د خوندې انټرنیټ نړېواله ورځ ولمانځل شوه