د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته رسیدلی
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي افغانستان ته سفر کړی او د جمعې په ورځ له غرمې مخکې له یوه جګپوړي پلاوي سره یوځای کابل ته ورسید. شاهد خاقان عباسي په پلازمینه کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او حکومتي چارواکو سره ولیدل. د دې سفر د بحث مهم موضوعات د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو بیا ښه کول او له طالبانو سره د سولې د خبرو بیا ژوندي کول په ګوته شوي.
په کنړ باندې پاکستاني الوتکو بمباري کړې
کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر سره سم د افغانستان حکومت پر پاکستان تور پورې کړی چې پاکستاني پوځ په کونړ ولایت کې د چهارشنبې په شپه هوايي بریدونه کړي. د حکومتي معلوماتو له مخې په دې هوايي بریدونو کې پراخ مالي زیانونه اوښتي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې اعلامیې په حواله، پاکستاني جټ الوتکو د چهارشنبې په ماښام ناوخته د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ څلور بمونه غورځولي.
په لوګر کې طالبانو یو شمیر ښوونځي تړلي دي
نن د جمعې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې طالبانو د افغانستان د لوګر ولایت په یوې ولسوالۍ کې ۳۰ ښوونځي تړلي دي چې له کبله یې تر یوولسو زرو ډیر زده کوونکي له ښوونځي پاتې شوي دي. د لوګر ولایت ویاند سلیم شاه، د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله ویلي چې طالبانو دغه کار دلوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د طالبانو د یوه قوماندان د وژل کیدو په غبرګون کې ترسره کړی دی.
فرانسې او عربستان لبنان ته د میلیونونو یورو د ورکړې ژمنه کړې
فرانسې د نړیوالې مرستې د پیل په توګه لبنان ته د ۵۵۰ میلیونو یورو د ورکړې ژمنه وکړه. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان اعلان کړی چې دغه پیسې به د کم سوده قرضونو او د بلاعوضه مرستو په چوکاټ کې لبنان ته ورکړل شي. تر دې وړاندې فرانسې لبنان ته د پوځي مرستو په چوکاټ کې د ۱۴ میلیونو یورو د ورکړې ژمنه هم کړې وه. په همدې وخت کې سعودي عربستان هم لبنان ته د ۸۰۰ ملیونو یورو د قرض ژمنه کړې.
د فلسطین په غزې تراړه کې لاریونونه او اخ او ډب رامنځ ته شوی
د فرانسې د خبري اژانس د خبریالانو په وینا د فلسطین د غزې په تراړه کې د فلسطیني لاریون کوونکو او اسرائیلي سرتیرو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. ویل شوي چې فلسطینیانو ټایرونو ته اور ورکړی او پر اسرائیلي پوځیانو یې د تیږو ګوزارونه هم کړي دي. په ځوابي عمل کې اسرائیلي پوځیانو د وسلې ډزې او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی. داسې احتمال هم شته چې د غزې په شرقي سیمه کې یو فلسطیني کس هم وژل شوی دی.
د جنوبي پخوانۍ ولسمشره په زندان محکومه شوې
د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشره پارک ګون هي له واک څخه د سؤ استفادې او فساد په تور د دې هیواد په پلازمینه سیول کې د یوې محکمې له لوري مجرمه وپیژندل شوه او په ۲۴ کلن بند محکوم کړل شوه. سربیره پر دې نوموړې اړ ده چې ۱۴ میلیونه یورو جریمه هم ادأ کړي. نوموړې د ۲۰۱۷م کال په مارچ میاشت کې د یو لړ پراخو لاریونونو په پایله کې له خپلې دندې ګوښه کړل شوه.