د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
مسکو: بريتانويان بايد ۵۰ تنه ديپلوماتان وباسي
په روسيه کې د بريتانيې سفارت بايد د خپلو ديپلوماتانو په شمېر کې کموالی راولي او پنځوس تنه وباسي. د روسيې خارجه وزارت په مسکو کې ويلي دي چې له ۲۳ تنو له مخه اخراج شوو ديپلوماتانو سره يو ځای به په دې ډول د استازو شمېر په دواړو هېوادونو کې سره برابر شي. دغه تدابير په بريتانيا کې پر پخواني ډبل انجنټ، سرګي سکريپال، باندې د زهرجن بريد په تړاو پورته کيږي.
فلسطينيانو له خونړي احتجاج وروسته په اعتصاب لاس پورې کړی
د غزې په تراړه کې له خونړيو ناکراريو وروسته دغه شنبه د فلسطينيانو په سيمو او د بيت المقدس په ختيځ کې دکانونه بند پاته کيږي. په دغه عمومي اعتصاب کې خصوصي ښوونځي هم شامل دي. د فلسطينيانو ولسمشر، محمود عباس، د اسرائيل سرحد سره څېرمه له نښتو وروسته، يو ورځنی وير اعلان کړی و. په غزه کې د روغتيا د وزارت په حواله اسرائيلي عسکرو د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ تنه فلسطينيانو په ډزو وژلي ول.
ملالې له خپل ټاټوبي ليدنه وکړه
له څه باندې پنځو کلونو وروسته د نوبل د سولې د جايزې پاکستانۍ ګټونکې، ملاله يوسفزۍ خپل اصلي کلي ته ورغلې ده. دغه شل کلنه ښځه د پاکستان په شمال لويديځ کې د سوات درې ته ورسېدله چېرته چې هغه د ۲۰۱۲ کال په مني کې له يوه بريد څخه ايله ژوندۍ وتلې وه. خپل اصلي د زېږېدو ښار، مينګوره، ته د هغې سفر تر آخرې لحظې پورې پټ ساتل شوی و چې ورڅخه ليدنه تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې تر سره شوه.
رسنۍ: د آلمان تورنادو الوتکې نوره د ناټو وړتيا نه لري
د رسنيو د يوه راپور په حواله، آلمان د زړو جنګي طيارو په لرلو سره نور نه شي کولای چې د ناټو په چوکاټ کې خپلو مسئوليتونو ته اوږه ورکړي. د «دېر شپيګل» خبري مجلې د دفاع وزارت له يوه پټ کاغذ څخه داسې يوه برخه نقل کړې ده چې له مخې يې بايد د آلمان د اردو ۹۳ تورنادو ډوله الوتکې عصري کړای شي. د راپور په حواله د دغو په اتيايمو کلونو کې ګومارل شويو جت طيارو، د معلوماتي ټکنالوژۍ سيستم او مزي زاړه شوي دي.
ايران غواړي چې تلګرام بند کړي
ايران د ولس د يوه استازي په حواله غواړي چې د تلګرام په نوم د خبرو اترو محبوب پروګرام بند کړي. د ايران په پارلمان کې د خونديتابه د پلاوي مشر، علاالدين بروجردي، وويل چې د ځيرک تليفون دغه خدمت به ډېر ژر لرې او پر ځای يې يو بل پروګرام عملي شي. د هغه په خبره دغه موضوع د ملي امنيت له پاره ډېره مهمه ده. په حواله يې تلګرام د هېواد په وروستيو سياسي کړکېچونو کې يو «تخريبونکی رول» لوبولی دی.
امريکايي پوليس د مرګونو ډزو له کبله ګوښه شوی
د متحده آيالاتو په لويزيانه آيالت کې په يوه افريقايي امريکايي باندې تر مرګونو ډزو دوه کاله وروسته مسئول پوليس د لنډې مودې له پاره له خپلې وظيفې ګوښه شوی دی. د باتن روژ د پوليسو مشر وويل چې په دغه پېښه کې د يوه ښکېل همکار دنده به يې د دريو ورځو له پاره وځنډول شي. نوموړي د دې اعلان هم وکړ چې د پېښې نور ويډيويي شواهد به هم خپاره شي. التن ستېرلينګ له دوو سپين پوستو پوليسو سره په آخ و ډب کې وژل شوی و.
آلمان: د يهودانو پر تقريبا ۳۰ عبادتځايونو بريدونه شوي
د آلمان د حکومت په حواله په دغه هېواد کې تېر کال د يهودانو پر عبادتځايونو باندې ۲۷ بريدونه شوي دي. سربېره پر دې پوليسو د برلين د «تاګس شپيګل» ورځپاڼې په حواله د يهودانو هديرو ته د تخريب ۲۰ پېښې هم ثبت کړې دي. ورځپاڼې د آلمان د حکومت له خوا د کيڼ ګوند د استازې، پېترا پاو، د يوې پوښتنې د ځواب احوال راوړي دي. ويل کيږي چې په ټول آلمان کې يوازې پنځه ډول دغسې پېښې په بشپړه توګه څرګندې کړای شوې هم دي.