د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
په پیلابیلو پیښو ۲۴ افغانان ټپیان شوي دي
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي. په یوې بلې پیښې کې په کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له کبله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د یکشبنې په ورځ د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې هم یوه چاودنه شوې ده چې له کبله یې پنځه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
کیري د اسد پر ملاتړ غږ وکړ چې هغه له واکه ګوښه کیدو ته اړ کړي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سوریې د ولسمشر بشارلاسد پر ملاتړو باندې غږ وکړ چې هغه د واک پریښودو ته اړ کړي. کیري په لندن کې د خبرو پر مهال وویل چې د کډوالو د ستونزې اساسي حل لاره له واک څخه د اسد په ګوښه کولو کې ده.
د برکونیا فاسو هیواد د ستونزې حل نزدې شوی
د بینین هیواد ولسمشر توماس بوني یایي، ویلي دي چې ښايي په برکینیا فاسو هیواد کې د پوځي کودتا پای نزدې شوی وي. هغه د شوي توافق په اړه نور جزيیات ور نه کړل خو ويې ویل، د دې له پاره چې برکینیا فاسو هیواد یو ځل بیا تر ملکي کنترول لاندې راشي، د یکشنبې په ورځ یو ښه تړون اعلانیږي. په دې هیواد کې تر ټاکنو یوه میاشت مخکې پوځي کودتا وشوه چې له کبله یې د واک سیاسي انتقال بهیر زیامن شو.
اسراېیلي پولیس د شورشي فلسطینیانو پر ضد لا سخت اقدامات کوي
پلان شوې ده چې تر دې وروسته په بیت المقدس کې پولیس د شورشیانو او خرابکارو پر ضد تر دې هم سخت غبرګون وښيي. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د یکشنبې په ورځ وویل چې د امنیتي ځواکونو د کړنو په اړه مقررات بدل شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د نویو مقرراتو له مخې پولیس کولای شي پر هغو فلسطینیانو باندې ډزې وکړي چې امنیتي ځواکونو په ډبرو او یا هم اور اخیستونکو موادو ولي.
پاپ فرانسیسکوس په کیوبا کې لوی مذهبي مراسم په لاره اچولي دي
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیسکوس، د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې، د عبادت لوی مراسم په لا ره اچولي دي. په دغو مراسمو کې په سلهاو زره کسان د کډون له پاره د انقلاب میدان ته تللي دي. تر عبادت وروسته به پاپ فرانسیسکوس، د کیوبا له جمهور رییس راول کاسترو سره وویني. پاپ کیوبا ته تر سفر مخکې د دغه هیواد پر کمیسیونستي حکومت باندې د لا ډیرې مذهبي آزادي غږ کړی وو.
کیري په برلین کې د کډوالو په اړه غږیږي
په اروپايي ټولنه کې د کډوالو روان کړکیچ او د سوریې وضعیت برلین ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اجندا کې شامل دي. هغه به په دې ځای کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاین مایر، سره لیدنه وکړي. کیري تر دې مخکې په اروپايي ټولنه کې د کډوال روان کړکیچ یوه انسانی فافعه بللې وه.
دوه زره کډوالو له هنګري څخه د اتریش په لور حرکت وکړ
دوه زرو کډوالو د یکشنبې په سهار د هنګري له سرحدي تمځای څخه د اتریش په لور پیاده حرکت کړی دی. د هنګري دولتي تلویزیون خبر ورکړی چې د دغه هیواد پولیس تر پولې پورې له دغو کډوالو سره مل ول. دغه کډوال تر دې مخکې د اورګاډو په مرسته د کرواسیا له لارې هنګري ته لیږدول شوي ول. هنګري له دې کبله پر کرواسیا نیوکې کړي دي چې په خبره یې دې هیواد له مخکینۍ همغږی پرته کډوال سرحدي سیمو ته رسولي دي.
په آلمان کې د کډوالو له پاره یوې ودانۍ ته اور ورته شوی
د آلمان په بادن وورتمبرګ ایالت کې د کډوالو له پاره د اضطراري استونګنځای په توګه یوه په پام کې نیول شوې ودانۍ ته ښايي په قصدي توګه اور ورته شوی وي. دغه پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې خو مرګ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې. په اصل کې باید په دې ودانۍ کې ۳۰۰ کډوال ځای پر ځای شوي وای خو اوس هغه د نړیدو له ګواښ سره مخامخ دی.
د اتومي انرژي د څار سازمان مشر ایران ته ورسید
د اتومي انرژي د څار ادارې مشر یوکیا آمانو، د یکشنبې په ورځ تهران ته رسیدلی دی. د هغه د سفر په اجندا کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دغه هیواد د اتومي انرژي ادارې له مشر علي اکبر صالحي، سره لیدنې شاملې دي ترڅو د ایران پر اتومي تاسیساتو باندې د اتومي انرژي د نړیوالې ادارې څارنه همغږې شي.
په یونان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې
په یونان کې د یکشنبې په ورځ مخکې له وخته پارلماني ټاکنې ترسره شوې. دا په روان کال کې دویم ځل دی چې د دغه هیواد وګړي د ټاکنو صندوقونو ته ورځي. نظر پوښتني ښيي چې په دغه هیواد کې د چپیانو او محافظه کارو تر منځ نزدې رقابت روان دی. ویل کیږي چې یو ګوند به هم و نه شي کولای چې په یوازیتوب حکومت جوړ کړي نو له دې کبله یو ځل بیا د یوه ایتلافي حکومت د رامنځ ته کیدو امکان ډیر دی.
آلمان له سوریایي کډوالو سره د ۲۰ میلیونو یورو مرستې اعلان کړی
د چهارشنبې په ورځ د کډوالو د ناورین په اړه د اروپايي ټولنې تر ناستې مخکې، د آلمان حکومت له سوریایي کډوالو سره د ۲۰ میلیونه یورو بیړنیو مرستو اعلان کړی دی. د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګیرد میولر، د یکشنبې په ورځ «ویلت ام زونتګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې له دې مرستو سره به په سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ سوریایي کډوالو ته د درو میاشتو له پاره خوراکي توکې ورسیږي.
د لیبیا په سواحلو کې ۴۷۰۰ کډوال ژغورل شوي دي
د لیبیا په سواحلو کې ۴۷۰۰ هغه کډوال چې غوښتل یې ځان اروپا ته ورسوي له اوبو څخه ژغورل شوي دي. د ایټالیا ساحلي ګارد د شنبې په ورځ وویل چې دغه کسان د ۲۰ ژغورونکو عملیاتو په پایله کې او د ډیرو کښتیو تر کارولو وروسته ژغورل شوي دي. ایټالیا د لیبیا په سواحلو کې د اروپايي ټولنې د ژغورنې عملیات همغږي کوي.