1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازيل پوليسو «د نړۍ تر ټولو ستر انساني قاچاقبر» نيولی

۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبه

برازيل د سيف الله المامون په نوم د انساني قاچاقبرانو يو مشر يې نيولی دی. چارواکو المامون د نړۍ يو تر ټولو ډير فعال انساني قاچاقبر بللی چې د افغانانو په ګډون يې د مختلفو هيوادونو اتباع امريکا ته قاچاق کول.

https://p.dw.com/p/3SMfT
Brasilien Sao Paolo Goldraub am Flughafen
انځور: Imago Images/ZUMA Press/P. Lopes

د رويترز خبري آژانس په حواله سيف الله المامون په بنګله ديش هيواد کې زيږيدلی دی چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۳۱مه ) د برازيل فدرالي پوليسو له خوا د يوه عمليات په ترڅ کې ونيول شو. د هغه په اړه ويل شوي چې د انساني قاچاقبرانو د يوې سترې ډلې غړی دی چې په لويه کچه يې د امريکا متحده ايالاتو ته انسانان قاچاق کوي.

دغه راز ويل شوي چې پوليسو په ساو پاولو سيمه کې چيرته چې سيف الله المامون اوسيده او د برازيل په درو نورو ښارونو کې څو تنه نور هم نيولي دي. پوليسو له دې نه علاوه دغو کسانو پورې اړوند ۲۴ بانکي حسابونه هم کنګل کړي دي.

د المامون په اړه ويل شوی چې هغه شپږ کال مخکې د مهاجر په توګه برازيل ته داخل شوی وو او په بارس نومې سيمې کې اوسيده. بارس د ساو پاولو په ګاونډ کې پرته سيمه ده چې د ټولې د مهاجرو کور ګڼل کيږي.

Brasilien Sao Paolo Goldraub am Flughafen
د برازيل فدرالي پوليس د عملیاتو پر مهال - آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/Futura Press/P. Lopes

د امريکا متحده ايالاتو له خوا د المامون د نيولو امر صادر شوی وو. د متحده ايالاتو د عدلېې وزارت په حواله، المامون په ساو پاولا کې له شمال ختيځې آسيا څخه راغلو مهاجرو ته ځاي ورکاوه او د يوې شبکې له لارې يې په پيرو، ايکوادو، کولمبيا، پاناما، کوستا ريکا، نيکاراګوا، هيندوراس، ګواتيمالا او مکسيکو هيوادونو کې يې مهاجرو ته غير قانوني سفرونه تنظيمول.

د برازيل پوليس وايي چې سيف الله المامون او د هغه ډلې د افغانستان، پاکستان،  بنګله ديش، هندوستان او نيپال هيوادونو اوسيدنکي لومړی برازيل ته داخلول او بيا به يې له هغه ځايه د امريکا متحده ايالاتو ته قاچاق کول.

رويتر په دې نه دي توانيدلي چې ثابته کړي سيف الله المامون په ساو پاولا کې وکيل درلود او په دې اړه يې نظر واخلي.

د برازيل پوليسو ويلي دي چې د قاچاقبرانو پر دغې ډلې تور دی چې هغه به له آسيا څخه راغلو مهاجرو څخه چې غوښتل به ېې امريکا متحده ايالاتو ته لاړ شي ۵۰ زره برازيلي ريال (۱۲۵۲۴ امريکايي ډالر) اخيستل. له دغې ډلې څخه يو شمير يې په غيرقانوني توګه په برازيل کې هم پاتې کيږي چې هغوي ته جعلي اسناد ورکول کیږي. پوليسو ويلي مهاجر په ساو پاولو کې شمال لور ته د خپلو سفرونو د انتظار پر وخت له تاوتريخوالو سره مخ شوي دي.