1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړی نفوس یوه نوي ریکارد ته پورته سوی

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د رسمي ارقامو په حواله په نړۍ کي اوس اته ميلیارده انسانان اوسیږي.

https://p.dw.com/p/4JXgy
Indien | Wochenmarkt Mumbai
انځور: Ashish Vaishnav/SOPA/ZUMA/dpa/picture alliance

ملګرو ملتونو نن د نومبر ۱۵مه د نفوسو د یوه معین حد څخه د تیریدو ورځ اعلان کړه. خو په خبره یې دا ممکنه نه ده چي په یوه ورځ کي دي د سلونو زرو زیږیدو او مړه کیدو د واقعو په باب مشخص او پوره معلومات ولرو.

د ملګرو ملتونو په حواله د نفوسو تکثر په اوس وخت کي کرار سوی او په کال کي تر یوه فیصد لا هم لږ دی. د دغه سازمان د اټکلونو پراساس به له ۲۰۸۰څخه وروسته نفوس هیڅ ډیر نسي. هغه وخت به بیا د جهان نفوس تقریباً ۱۰،۴ ميلیارده ته رسیدلی وي.