1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي افغان حکومت کابینه ولې نه معرفي کیږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو څه باندې دوه اونۍ تیریږي، خو تراوسه یې د نوې کابینې جوړولو په اړه اقدام نه دی کړی. د نوي حکومت تشکېلېدو پر وړاندې بنسټیز خنډونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3ZsFM
Afghanistan Wahlen l  Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Imaes/AFP/W. Kohsar

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د اولسمې دورې دویم تقنیني کال پرانیست غونډې ته ویلي ؤ، چې نوې کابینه به ژر تر ژره جوړه او معرفي کړي. نوموړي وکېلانو ته په خطاب کې ویلي ول:

«باور ولرئ چې د سرپرستۍ دود نور پای ته رسیږي او ټول به ډیر ژر ستاسو خمدت ته معرفي شي.»

د ولسمشر غني له دغې وینا او د لوړې له مراسمو څه کم دوه اونۍ تيریږي، خو افغان کابینه لاهم سرپرسته ده.

د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې صدیقه مبارز دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې ولسمشر غني وخت لري چې کابینه معرفي کړي، خو د کابینې په معرفي کې د ځنډ ترټولو ستر لامل د ولسمشریزو ټاکنو له نهايي پایلو وروسته راپورته شوی کړکیچ دی. اغلې مبارز ځینو نورو لاملونو ته هم اشاره وکړه:

«ولسمشر غني نه دی توانیدلی چې په دې اړه لږ تر لږه امریکا ته قناعت ورکړي ځکه طالبانو سره د سولې بهیر یوځای ته رسیدلی دی. بل مهم دلیل چې په افغانستان کې د قانون ماتونې سبب ګرځي هغه د امتیاز اخېستنه ده. هرڅوک امتیاز غواړي او تاسو ولیدل چې په لومړي ځل افغانستان کې د لوړې دوه مراسم ترسره شول.»

د پارلمان دغه پخوانۍ غړې زیاتوي تر هغه چې د تیرو ټاکنو معترضینو ته قناعت ورنه کړل شي، سخته به وي چې ولسمشر غني دې خپله نوې کابینه معرفي کړي.

Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

د ارګ ځواب څه دی؟

خو بلې غاړې ته د ارګ یوه ویاند دواخان مینه پال دویچه ویله ته وویل چې ولسمشرغني د کابینې پر جوړولو لاهم خپلو سلامشورو ته دوام ورکوي، خو اوس د حکومت ډيره توجه د کرونا ویروس مخنیوي ته ده. نوموړی وايي:‌ «په ارګ کې د کابینې پر جوړولو کار کیږي، خو د حکومت او په ځانګړي توګه د ولسمشرغني اوسنی لومړیتوب د کرونا ویروس د مخنیوي اقدامات دی.»

له دې ور ها خوا د نوې کابینې د تشکېل پروړاندې د حکومت خپل منځي اختلافات هم د یوه بل ستر خنډ په توګه مطرح کیږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په یوه ویډیويي پيغام کې په دې اړه خپاره شوي ټول شکونه رد کړل. د هغه په خبره «ما له ټاکنو وروسته په لومړي ځل د کابینې غونډه جوړه کړه، لکه څنګه چې د لوړې مراسمو کې مې وعده کړې وه، د نوې کابینې تشکیل مې دوه اونۍ ځنډولی ؤ د دې لپاره چې مطرحو سیاسي لورو او قومي مشرانو سره د لازمو سلا مشورو لپاره فرصت ولرم. خو دا ځنډېدل په دې مانا نه دي چې د خدمتونو په رسولو کې ځنډ رامنځ ته شي.»

د ښاغلي غني پروینا له لسګونو کلونو وروسته د سترو موخو لپاره یو سیاسي ټیم واک ته رسیدلی چې په دغه ټیم کې هیڅ ډول شخصي او سلیقوي اختلافات نشته.

په افغانستان کې سیاسي بي ثباتي او په حکومتي کچه د اختلافاتو مسایل داسې مهال دي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د چټکې پراختیا ویره هم ډيره شوې.

عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۲۲مه) اعلان وکړ چې د کرونا د لسو نورو مثبتو پيښو په ثبتتېدو سره په افغانستان کې پردغه ویروس د ککړو ناروغانو شمېر ۳۴ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز خبریالانو ته وویل: «دغه تازه پېښې، په کابل، هرات، کندهار، زابل، غزني او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي، چې دوه پکې بهرني دیپلوماتان دي.»

په افغانستان کې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدنې مخنیوي په موخه دیني عالمانو هم په کابل کې له خلکو د ځانګړو تدابیرو غوښتنه وکړه.

دغو دیني عالمانو وویل چې تردې وروسته دې د جمعې خطبې لنډې او سنت لمونځونه دې په کورونو کې ادا شي.

اسماعیل شاکر – کابل