1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد اشرف غني د ناکامورا له ميرمن او لور سره ولیدل

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

د وژل شوي جاپاني ډاکټر تيتسو ناکامورا، د کورنۍ غړي د جمعې په ورځ کابل ته رسیدلي، څو د هغه جسد جاپان ته انتقال کړي. د افغانستان جمهور رئیس د ناکامورا له میرمن او لور سره په ارګ کې لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3UKO3
Afghanistan  Tetsu Nakamura
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sadeq

د جاپاني ډاکټر تيتسو ناکامورا، وژنې د افغانستان دننه او د باندې ډيرو افغانانو ته سخت ټکان ورکړ. ناکامورا له کلونو راهيسې په ننګرهار ولایت کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو په موخه پر مرستندویو کارونو بوخت وو. هغه د سيمې په اوسیدونکو کې په «کاکا مراد» مشهوره وو. ناکامورا د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیه اړونده سیمه کې په خپل موټر کې سپور وو، تر يو وسلوال بريد لاندې راغی او ووژل شو. په دغې حمله کې هغه سره پنځه افغانان هم وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې بریدګر د پيښې له ځايه په تيښته بريالي شوي، خو زياتوي چې لا هم د هغو د نيولو په موخه د دوی هڅې ادامه لري. وسلوالو طالبانو په دغې پيښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د ډاکټر ناکامورا له میرمن او لور سره ولیدل او هغوی ته یې د خواشینۍ مراتب وړاندې کړل.

اسوشتيد پريس خبري آژانس د جاپاني چارواکو په حواله رپوټ ورکړی، چې کابل ته د ناکامورا له کورنۍ څخه د راغلو کسانو په ډله کې د هغه ميرمن او لور هم شامل دي. دغه آژآنس زیاتوي چې په دغه سفر کې د ناکامورا د ښوونځي د وخت د يو ملګري په ګډون د هغه درې همکاران هم کابل ته تللي، څو د ناکامورا مړی جاپان ته انتقال کړي. د وژل شوي جاپاني ډاکټر جسد اوسمهال په يوه پوځي روغتون کې ساتل کيږي.

انتظار کیږي چې د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ د ډاکټر تيتسو ناکامورا  د ترسره کړو خدمتونو په پار د يادون غونډه جوړه کړي. هغه په ۲۰۰۸م کال کې افغانستان ته راغی او په ختيځ ولایت ننګرهار کې یې د اوبو لګولو د سمون په برخه کې کار کاوه.

د روان کال په لومړيو کې افغان ولسمشر اشرف غني دغه جاپاني ډاکټر ته د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړی وو.

اسوشتيد پريس زياتوي چې د جمعې په ورځ د افغانستان په بيلابيلو برخو کې د ناکامورا په یادون خلکو شمعې ولګولې د هغه وژل یې وغندل او دغه راز د خوست والي د دغه ولایت په مرکز کې  يوه څلور لارې هم د هغه په نوم ونوموله.

همداشان د ټولنیزو رسنیو په سلونو کارکوونکو د دغه برید په هکله خپله خواشیني او غوسه څرګنده کړې ده.