1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناکامورا په یاد شمع بلې شوې

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

په جلال آباد کې د ناکامورا وژل کیدو پیښې په ټول افغانستان کې خلک په شوک کې اچولي. د چهارشنبې په ماښام جلال آباد کې خلک راټول شوي ول او د هغه په یاد یې شمع بلې کړې. په کابل کې نن د جاپان سفارت مخې ته د هغه یادون کیږي.

https://p.dw.com/p/3UFtn
Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff getötet - Trauer in Jalabad
انځور: Reuters/Parwiz

ډاکټر تیتسو ناکامورا چې د پي ام اس په نوم د جاپانۍ مرستندویه موسسې مشر وو د چهارشنبې په ورځ یې پر موټر د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړونده سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا برید وشو. په برید کې لومړی دی ټپي وو خو د چارواکو په وینا کله چې له ننګرهاره، بګرام ته انتقالیده نو د جلال آباد په ملکي هوایي ډګر کې یې د ورپيښو ټپونو له کبله ساه ورکړه. په دغه برید کې نور پنځه کسه هم وژل شوي چې د ده ساتونکي او موټر چلونکی پکې هم شامل دی.

Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff getötet l Ghani und Nakamura
ناکامورا ته څه موده د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی ووانځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

د چهارشنبې په ماښام په جلال آباد ښار کې یو شمیر کسان راټول شوي وو او په خپلو ویناوو کې یې د هغه خدمات وستایل. په پام کې ده چې د پنجشنبې په ماښام پلازمېنه کابل کې هم د جاپان سفارت مخې ته خلک راټول شي او په یاد یې شمع بلي کړي.

د ډاکتر تيتسو ناکامورا وژل کیدو د ټول افغانستان په کچه غبرګونونه راپارولي دي. نوموړي د خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت درلود او په ختیځو سیمو کې یې یو شمیر پروژي سرته رسولي او ځینې تر لاس لاندې وې. دغه ۷۳ کلن چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې په افغانستان کې وو د اوبو رسولو یو شمیر پروژې یې بشپړي کړي دی. د ده د خدماتو په بدل کې ورته ځایي خلکو د «کاکا مراد» لقب ورکړی وو.

لا تر اوسه د ناکامورا د وژل کیدو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او پولیس وایي چې په دې هکله یې څیړنې روانې دي.