1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناکامورا د جسد د ليږد مراسم تر سره شول

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

د وژل شوي جاپاني داکتر تيتسو ناکامورا د جسد د ليږد مراسم نن په کابل کې ترسره شول. په دغو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون يو شمير لوړپوړو چارواکو او د ناکامورا د کورنۍ غړو ګډون درولود.

https://p.dw.com/p/3UNcm
Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff in Afghanistan getötet
انځور: Reuters/Kyodo/Mandatory

 ۷۳ کلن ناکامورا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ د دسمبر ۴مه) د ننګرهار ولايت مرکز، جلال آباد ښار په مربوطاتو کې د وسلوالو کسانو په ډزو ووژل شو. وسلوالو د هغه پر حامل موټر ډزې وکړې چې په پيښه کې له هغه سره پنځه تنه نور هم ووژل شول.

تيره ورځ د ناکامورا ميرمن او لور او د ناکامورا درې پخواني همکاران کابل ته راغلل تر څو د هغه جسد جاپان ته انتقال کړي

 له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، غني د ناکامور د جسد د سپارلو په مراسمو کې وويل: «موږ به د هغه د وژنې عاملان پيدا او حساب به ورسره وکړو.» غني، په خپلو خبرو کې داکتر ناکامورا د يو «افغان اتل» په توګه ياد کړ او وې ويل چې هغه خلکو ته د خدمت په لار کې خپل ژوند قرباني کړ.

د ارګ په فيسبوک پاڼه کې هم د دغو مراسمو کې د غني د خبرو نقل کړی دی. په يوه برخه کې د غني له قوله ويل شوي: «د ده روح به موږ ته ګوري او د خپلو پروژو تکمیل به غواړي. موږ به دا ټولې پروژې تکمیلوو او د ډاکټر ناکامورا په نوم به یې نوموو.»

په دغو مراسمو کې چې د کابل په هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، په کې د ډاکتر ناکامورا د کورنۍ غړو او يو شمير جاپاني ديپلوماتانو هم حضور درولود.

ډاکتر ناکامورا له کلونو راهيسې په ننګرهار ولايت کې د اوبو لګونې او کرهڼې په برخه کې کار کاوه. هغه د سيمې د اوسيدونکو په منځ کې په «کاکا مراد» باندې مشهور وو.