1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو تړون د پنځمي مادې تشريح

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

کله چي د ناټو پر یوه غړي هیواد باندي برید وسي، نور غړي یې وعده ورکوي چي ملاتړ به یې وکړي. خو هغوی مجبور نه دي. دلته به د په اصطلاح اصلي هسته «د ملاتړ بند» په لنډه توگه تشریح کړو.

https://p.dw.com/p/4Jc3p
Ukraine-Konflikt
انځور: Olivier Matthys/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه ویاند د اوکراین سرحد ته نیژدې د پولند پر خاوره باندي د نامعلوم دلیل له امله د روسي توغندیو د توغولو د خبر په وړاندي خپل غبرګون داسي وښود: «کله چي خبره پر پنځمه ماده وي، بیا نو زموږ دریځ روښانه دی چي د ناټو سیمي د هر سانتي متره دفاع به وکړو.» د پنتاگون ویاند په دې ډول د ناټو تړون پنځمي مادې ته اشاره کوي. په هغې کي راغلي:

«ټول اړخونه موافق دي چي په اروپا یا شمالي امریکا کي د هغوی پر یوه یا ډیرو غړو باندي وسله وال برید ته د ټولو په وړاندي برید په سترگه کتل کیږي. نو له همدې کبله د داسي وسله وال برید په صورت کي د دغه قانون په ۵مه ماده کي ټاکل سوي وظیفې د ملگرو ملتو له خوا په رسمیت پیژندل سوي قانون له مخي له هغوی سره مرسته کوي چي په انفرادي او یا هم ډله ایز ډول یو له بل سره همکاري وکړي».

په اتفاق سره د پریکړي اړتیا

د نوموړي ايتلاف له پاره د هغې لومړۍ جمله مهمه ده چی د ملاتړ د گرانتي په توگه ورته کتل کیږي. د ناټو پر یوه غړي باندي برید ته، لکه اوس چي پر پولند سوی، پر ټول اتحاد باندي د برید په سترگه ورته کتل کیږي. پولنډ باید اوس ناټو ته خبر ورکړي چي څه ډول غبرگون مناسب دی او کومو مرستو ته اړتیا لري. بیا نو د ناټو غړي هیوادونه پریکړه کوي چي څه ډول ملاتړ يې وکړي. په دې اړه پر روسیې باندي په اتوماتیک ډول ممکنه برید او یا یې هم په وړاندي غبرگون نه ښودل کیږي. دغه ډول پریکړه باید په اتفاق آرأ سره رامنځته سي.

داسي جمله چی باید د هر سانتي متر خاوري دفاع وسي، د اوکراین په وړاندي د روسیې د جگړې له پیل راهیسي د ناټو د غړو هیوادو د سیاستوالو له خوا په وار وار سره اوریدل کیږي. په پولند کي دغه پیښه به اوس یوه کوچنۍ آزموینه وي چي واقعاً به دغه ماده څه معنی ولري.

USA | Terroranschlag am 11. September 2001
آرشیف: پر امریکا باندي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمي ترهگری بریدونهانځور: picture-alliance/ dpa

تر اوسه پوري د ناټو تړون پنځمه ماده یوازي یو وار عملي سوې ده.د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر یوولسمه پر نیویارک، واشنگټن او پنسلوانیا باندي د القاعدې له ترهگري برید وروسته، ناټو پر امریکا متحده ایالاتو باندي دغه برید د نوموړي اتحاد پر وړاندي برید وباله. په دې ډول امریکا متحده ایالاتو د ترهگرۍ پرضد مبارزه کي په افغانستان کي د ناټو د پوځي ماموریت له خوا ملاتړ ترلاسه کړ. خو دا کار د ناټو تړون د پنځمي مادې پر اساس رامنځته نه سو، بلکي د ملگرو ملتونو د ماموریت پر اساس. 

پنځمه او که څلورمه ماده؟

د ناټو د یوه غړي پر قلمرو یا عسکرو باندي هره حمله په اتومامتیک ډول سره د مرستي د ضمانت سبب نه کیږي. کله چي سوریايي قطعاتو د ترکیې سره په سرحد کي د ناټو د غړي، ترکیې پرعسکرو باندي حمله وکړه، ناټو ترکیې ته زیګنال ورکړ چي په دغه حالت کي د ناټو د مقرراتو پنځمه ماده صدق نه کوي. ځکه چي ترکیه د ناټو په غړو هیوادونو کي تر ټولو لوی پوځ لري او د دې امکان لري چي په یوازي سر د سوريې د حملو مقابله وکړي او تر اوسه پوري د ترکیې په قضیه کي د ناټو د مقرراتو د څلورمي مادې د تطبیق په اړه هم یوازي مشورې موجودي وې.

Flash-galerie Die NATO im Wandel
د ۱۹۴۹ د اپریل پر ۴ مه په واشنگټن کي د ناټو تړون لاسلیک سوانځور: picture-alliance/dpa

د پولینډ په تازه پیښه کي هم د ناټو د مقرراتو د څلورمي مادې د تطبیق په هکله د مشورو کولو امکان موجود دی. سبا پنجشنبه د ناټو شورا د سفیرانو په سطح په بروکسل کي سره راټولیږي. خو دا لا تر اوسه پوري تائید سوې نه ده. د ناټو د مقرراتو پنځمه ماده تردې هم مخته ځي. په هغه کي راغلي دي: «تر هري مسلحانه حملې او تر هغه وروسته یې د متقابلو تدابیرو په باب باید ژر تر ژره د امنیت شورا ته خبر ورکړل سي. تر هغه وروسته چي د امنیت شورا داسي اقدامات تر سره کړي، کوم چي بین المللي سوله او امنیت بیرته رامنځته او تضمین سي، دغه تدابیر باید متوقف سي».

دلته مطلب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دی چي ناټو باید هغه ته خبر ورکړي، کومه چي روسیه یې هم غړیتوب او هم د ویټو حق لري.

GP/NZ/DW.Online