1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

د میرکل امریکایي خوب؛ که د برلین دیوال نه وای نړیدلی

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

که په ۱۹۸۹م کال کې د برلين ديوال نه وای نړیدلی نو د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل به د امريکا پر سړکونو د اوږد چکر پر مهال د «بروس سپرنگستین» میوزک له اوریدلو سره خپل خوب په حقیقت بدل کړی وای.

https://p.dw.com/p/3SYHJ
Deutschland Angela Merkel bei Porsche
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل، د سه شنبې په ورځ د «ډېر شيپگل » مجلې ته وويل چې په يوه موازي نړۍ کې چې په هغه کې به د برلين ديوال نه وای نړیدلی، هغه به ښايي نن په امريکا کې په يوه «ترابانت» موټر کې ناسته وای، نه د آلمان د صدارت په ماڼۍ کې.

کله چې هغه وپوښتل شوه چې که آلمان نه وای سره يوځای شوی نو هغې به نن څه کولی، ميرکل لومړی مرکه کوونکو ته وويل: «دا خبره خو يقيني ده چې موږ به سره نه وای ليدلي.»

خو چې کله پر ميرکل د ځواب له پاره ټينگار وشو نو هغې وويل چې کيدای شوای چې خپل خوب یې رښتيا کړی وای: «ما غوښتل چې لومړی اوږد سفر مې په امريکا کې وي.»

ميرکل مشهور امريکايي سندرغاړي بروس سپرنگستين، ته په اشارې سره چې د «Born in the USA» مشهوره سندره یې ويلې، وويل: «د دې [امريکا] د ستروالي، تنوع او کلتور له کبله. څو د غرونو راکي لړۍ ووينم، هلته پر سړکونو موټر وځغلوم او په دې ترڅ کې د بروس سپرنگستين سندرو ته غوږ شم.»

پر دې خبره تر تاکيد وروسته چې هغې به د آلمان په اړه هم ځان په ډېر څه خبر کړی وای، ۶۵ کلنې صدراعظمې چې د ختیځ آلمان سره تړاو لري، وويل چې که د برلين دیوال نه وای چپه نو هغه به اوس تقاعد شوی وای او اجازه به یې لرله چې د آلمان د ديموکراتيک جمهوريت (شرقي آلمان) څخه ووځي.

Mauerbau Berlin
د برلين د ديوال د جوړيدو په حال کېانځور: picture-alliance/dpa

نوموړې د «دېر شپيگل» مجلې ته وويل: «په ختیځ آلمان کې ښځې په ۶۰ کلنۍ کې تقاعد کيدې نو په دې اساس به ما هم خپل پاسپورت اخيستی وای او لا پنځه کاله د مخه به د امريکا په سفر تللې وای. په ختيځ آلمان کې متقاعدينو د سفر اجازه لرله – يعني هر هغه چا چې د سوسيالستي کارکوونکي په توگه ورته نوره اړتيا نه وه، کولی یې شوای له دغه هېواد څخه ووځي.»

 کله چې له هغې وپوښتل شول چې آیا هغې به يو امريکايي موټر رانيولی وای نو هغې وويل: «نه؛ زما کوچنۍ موټرې خوښيږي. خو د ترابانت موټر نه به بل څه ښه وای؟»

انگلا ميرکل دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې آلمان ديرش کاله پخوا د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر نهمه نیټه د برلين ديوال د ړنګیدو ۳۰ مه کلیزه لمانځي.

نارضايتي چا ته د «نفرت کولو حق» نه ورکوي

انگلا ميرکل چې په بې وزله او کم پرمختللي ختیځ پورې اړه لري او هلته رالويه شوې د څه باندې ديرشو کالونو په عمر هغه وخت سياست ته داخله شوه چې کميونزم مات شوی وو. په دې مرکه کې ميرکل دا توصيه هم وکړه چې د آلمان له حکومته نارضايتي او مايوسي خلکو ته د «نفرت کولو حق» نه ورکوي. نوموړې په دې خبرې سره په دې وروستيو کې په آلمان کې د ښي اړخه افراطي «آلمان له پاره بديل» گوند بريا ته سرسري اشاره وکړه.

میرکل وويل: «زه پوهيږم چې تر سوله ایز انقلاب وروسته د ختیځ آلمان د ډېرو اوسيدونکو له پاره ژوند که څه هم چې خپلواکه شوی خو آسانه شوی نه دی. خو تاسې ته دا بايد واضح وي: که له عمومي ترانسپورت، روغتيايی خدماتو، له دولت او يا له خپله ژونده خوښ نه ياست، نو دا تاسو ته د نفرت او سپکاوي حق نه درکوي.»

ميرکل ټينگار وکړ چې د پخوانيو ختیځ او لويديځ آلمان ترمنځ «خپل منځي آلماني ديالوگ» ته ډېره اړتيا ليدل کيږي.

bs/ms (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: