د مڼو حيرانونکي ګټې وپېژنئ ـ انځوريز راپور
له فولاد څخه ډکه دغه ميوه روغتيا ته ډېره ګټوره ده. که دغه مېوه په اړينه اندازه د نورې متوازنې غذا سره مل سي، نو د انسان روغتيا ته زياتي ګټي لري. دلته يې وپېژنئ:
د قوي زړه له پاره
مڼه د انسان د تر ټولو مهمې برخي يعني زړه له پاره ډېره ګټوره ميوه ده. د ساينسپوهانو په وينا د دې يوه لويه وجه په مڼه کي د زيات فايبر يا تارونو شتون دی. د هيلت لاين په نوم وېبپاڼي د معلوماتو پر اساس که څوک په باقاعده توګه مڼه وخوري نو د زړه له حملې څخه تر زياتي اندازې خوندي کيږي. البته که د ژوند طرز يې ښه وي، يعني سګرېټ نه څکوي، وزن يې زيات نه وي، متوازنه غذا خوري او حرکت کوي.
د شکري د ناروغۍ له پاره ګټور
د عامي روغتيا له پاره د هارورډ انستيتيوت په وينا په مڼو کي موجود فليوونويډز په بدن کي د شکري د مقدار په کنټرول کي مرسته کوي. نهه کاله تر سره سوي تحقيق ثابته کړې چي هغه انسانان چي په باقاعده توګه مڼې خوري، په هغوی کي د شکري د دويمي درجې د ناروغۍ ګواښ ۲۸ سلنه کميږي. البته هغه کسان چي تر مخه لا شکره لري، بايد د خپل ډاکټر او وينو کي شکر مقدار ته په کتو مڼې وخوري او نه زياتي.
د وزن په کمولو کي مرستندوی
په مڼه کي زيات ويټامن سي او تارونه يا فايبر موجود وي. د دغو د خوړلو له کبله انسان د مړښت احساس کوي. د يوې څېړني له مخي هغه کسان چي د ډوډۍ مخکي مڼه وخوري، هغوی د مړښت د احساس له کبله کمه ډوډۍ خوري چي د هغوی د وزن د کمېدلو باعث کيدلای سي. البته صرف د زياتي مڼې په خوړلو وزن نه سي کميدلای، ځکه چي د وزن کمېدو له پاره د کالوريانو حساب، د خوراک توازن او د اړين ورزش په هکله معلومات لرل اړين وي.
له سرطان ناروغۍ څخه ساتنه
يوې بلي څېړنې ښودلې چي په باقاعده توګه د مڼې خوړل د انسانانو په بدن کي د سرطان ناروغۍ د پيدا کېدو ګواښ کموي. ساينسپوهانو د دې وجه په مڼو کي د انټي آکسيډېنټس موجوديت بللی چي له سرطان سره مبارزې له پاره ګټور وي.
د ساه لنډې له ناروغۍ څخه ساتنه
د ساه لندۍ ناروغي په دغه ناروغۍ د اخته کسانو پر ورځني ژوند سخت محدوديتونه رامنځ ته کوي. د هيلت لاين په نوم وېبپاڼي په وينا پر ۶۸ زره مېرمنو تر سره سوې څېړنه ښيي چي هغه مېرمني زياتې مڼې يې خوړلې، پکښي د ساه لندۍ شکايت کم ؤ.
د تازه مڼو استعمال
په نړۍ کي د مڼو نژدې ۲۰۰۰ اقسام سته. ويل کيږي چي د مڼې استعمال هغه وخت ګټور وي چي مڼې په اړونده سيمه کي هم رسېدلي وي او په ځايي بازار کي خرڅلاو ته وړاندي کيږي. تازه مڼې په سردخانو کي تر ساتل سوو مڼو ډېري ګټوري وي.