د مونشن امنيتي کنفرانس په عربي نړۍ کي د بدلونونو تر سيوري لاندي
۱۳۸۹ بهمن ۱۴, پنجشنبهخو په عربي نړۍ کي د ديموکراسي پلوو احتجاجونو د کنفرانس په اجنداء کي بدلون راوست.
په مصر کي څه تيريږي؟ له دي وروسته په تونس کي څه رامنځ ته کيږي؟ دغه تحولات د شمالي افريقا پر پيښو او د اسرايلو او فلسطينيانو تر منځ د سولي په پروسه باندي څه اغيزه کوي؟ دا هغه پوښتني دي چي د مونشن په امنيتي کنفرانس کي به د آلمان د صدراعظمي انګلا ميرکل، د ناتو د عمومي منشي رازموسن او د ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون په شمول د نړۍ يو شمير نور حکومتي او دولتي مشران او لوړ پوړي چارواکي او امينتي کارپوهان سره بوخت کړي.
دغه راز د افغانستان ولسمشر حامد کرزي به هم د خپل هيواد د روان وضعيت په هکله برخوالو ته معلومات ورکړي.
د مونشن کنفرانس چي د Davos له نړيوالي اقتصادي سرمشريزي، څو ورځي وروسته دايريږي، نړيوالي ټولني ته يو ښه موقع برابروي ترڅود عربي نړۍ او منځني ختيځ پر روانو حالاتو باندي يو کتنه وکړي.
د عربي نړۍ د احتجاجونو څخه مخکي د کنفرانس سازمان ورکونکي، ولفګانګ ايشنبرګر غوښتل چي Cyberwar يا «انترنتي جګړه» د دغي نړيوالي غونډي د اجنداء په مهمو موضوعاتو کي ونيول سي.
په دې اړه هغه غوښتل چي د ناټو استازي، د آلمان د تيليکوم د شرکت مشر René Obermann او د آلمان د کورنيو چارو وزير،Thomas de Maizière ويناوي وکړي او د انترنتي حملو په مقابل کي پر دفاعي لارو چارو باندي بحث وسي.
په ورستيو مياشتو کي دا د پرمختللي نړۍ يوه سخته ستونزه ګرځيدلې ده. د داسي حملو له امله آن ورځني ژوند هم له خطر سره مخامخ کيدای سي.
خو داسي ښکاري چي د انترنتي جګړې موضوع د کنفرانس د موضوعاتو په ورستي لست کي نيول سوي ده.
ايشنبرګر وويل چي، اوس غواړي د مصر تحولاتو ته د کنفرانس په سر کي ځای ورکړي. سربيره پردې د عربي نړۍ د احتجاجونو په پام کي نيولو سره د اسرايلو او فلسطين خبرو اترو اهميت نور هم بيړنی سوي، او د کنفرانس په څنډو کي به د منځني ختيځ د سولي د خبرو اترو د پروسي څلور اړخونه امريکا، روسيه، ملګري ملتونه او د اروپا اتحاديه يو بل سره ويني.
ايشنبرګر، چي پخوا په امريکا متحده ايالاتو او برتانيه کي د آلمان سفير ؤ له يوې آلماني ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل چي، په مصر او نورو عربي هيوادونو کي وضعيت ته بايد ځانګړې پاملرنه وسي.
ځکه د سيمي ثبات د نړۍ د ثبات لپاره خورا اهميت لري. نوموړی په دې باور دی چي د دغي سيمي مشران چي اوس د خپلو خلکو له مخالفت او احتجاجونو سره مخامخ دي کولای سي چي، د ختيځي اروپا د هيوادونو له ديکتاتورانو څخه د عبرت درس واخلي ، هغوی په سوليزه توګه له کمونستي ديکتاتوري څخه د ديموکراسي په لور ګام واخيست.
په پام کي ده چي د سعودي عربستان او د کويت د حکومتونو لوړ پوړي چارواکي او د مصر او منځني ختيځ استازي هم په دي کنفرانس کي ګډون وکړي.
د افغانستان په هکله د کنفرانس په وروستۍ ورځ يعني د يکشنبې په ورځ خبري کيږي، د کنفرانس په دې برخه کي به د ناتو عمومي منشي رازموسن او د افغان ولسمشر حامد کرزی چي اوس په هند کي په سفر بوخت دی د کنفرانس برخوالو ته وينا وکړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل