1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د منځني ختيځ کړکېچ؛ لوفتهانزا تهران ته الوتنې وځنډولې

۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د ایران پلازمېنې تهران ته خپلې الوتنې بندې کړې دي. یوه ایراني خبري اژانس لومړی د دغه هېواد د هوايي حریم د تړلو خبر ورکړ، بیا یې رد کړ.

https://p.dw.com/p/4eeDY
Deutschland Airbus A 380 der Lufthansa Flugzeug in Müchen
د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت د ځنډولو لامل په منځني ختیځ کې کړکیچ یاد کړی.انځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/picture alliance

د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۱۰ نېټه) اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت له امله یې تهران ته خپلې الوتنې تر پنجشنبې پورې ځنډولې دي.

د ایران مهر خبري اژانس په ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې «د تهران بشپړ هوايي حریم د پوځي تمرینونو له امله تړل شوی دی.» دغه ایراني خبري آژانس وروسته دا خبر ليرې کړ او دغه ډول پیغام خپرول یې دروغ وګڼل.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ

د اپریل په لومړۍ نیټه د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې چې ګومان کیږي د اسرائیلو د جنګي الوتکو لخوا ترسره شوی وي، د سیمې هیوادونه او د امریکا متحده ایالات د ایران د احتمالي برید له پاره په تیارسۍ حالت کې دي.

Iran Teheran | Ayatollah Ali Khamenei
« اسرائیل باید سزا وګوري او ګوري به یې هم.»انځور: Iranian Supreme Leader's Office/ZUMA Press/picture alliance

د ايران مشر علي خامنه یي د نیوکې ګوته اسرائيلو ته نیسي او دغه  هیواد  په هوایي برید تورنوي.

نوموړي ویلي:« اسرائیل باید سزا وګوري او ګوري به یې هم.»

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر يسرائیل کاتز ویلي، که ایران له خپلې خاورې پر اسرائیلو برید وکړي، اسرائیل به یې ځواب ورکړي.

Rsh/af/Zn/Aa (Reuters, AFP)