1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حافط سعيد په ۱۱ کلونو بند محکوم شوی

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د هند په ممبۍ ښار کې په ترهگریزو بريدونو تورن حافظ سعيد ته د يولسو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده. نوموړي ته د ترهگرۍ د تمويل او د يوې منع شوې ډلې د غړيتوب له وجې دغه سزا اورول شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Xfgl
Hafiz Mohammad Saeed
انځور: AP

د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعيد وکيل عمران گِل د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې نوموړی به ښايي د لاهور په يوه زندان کې د سزا پنځه نيم کاله موده پوره کړي. گل په خپلو خبرو کې زياته کړه چې حافظ سعيد «يوې ناقانونه ډلې د غړيتوب او همدا راز د غیر قانوني شتمنۍ» له کبله مجرم پيژندل شوی دی. دا چې نوموړې پر يوه وخت په دوو قضيو کې د پنځه نيم، پنځه نيم کلونو بند په سزا محکوم شوی، نو د پاکستان د قانون له مخې به هغه ښايي يوازې پنځه نيم کاله په بند کې تېر کړي ځکه چې دواړه سزاوې په يوه وخت عملي کيږي.

نوموړی په هند کې مطلوب وو چيري چې پرې د ممبي د ۲۰۰۸م کال د خونړيو ترهگریزو بريدونو د پلانولو تور لگول شوی وو. د دغه بريدونو په ترڅ کې لسو وسله والو د ماشيندارو، لاسي بمونو او نورو وسلو په بريدونو کې ۱۶۶ تنه وژلي ول او نور په سونو یې ټپيان کړي ول.

امریکا متحده ایالاتو څه موده مخکې حافظ سعيد د يوه نړيوال ترهگر په توگه درجه بندي کړی وو او د هغه پر سر یې د لسو ميليونو ډالرو انعام ايښی وو.

د هند او امريکا متحده ایالاتو حکومتونه د داسې انگیري چې د جماعت الدعوه ډلې وسله واله څانگه «لشکرې طيبه» د ممبي د بريدونو مسئوليت لري. هند له اوږدې مودې راهيسې وايي چې په دې اړه «رسمي استخباراتي» شواهد لري چې پاکستان د ممبۍ د بريدونو په پلان کې لاس درلود. خو د پاکستان حکومت تل دغه تورونه ردوي.

حافظ سعيد په خپله هم دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی تر دې دمخه هم په څو ځلي نظر بند شوی وو. خو په دې موده کې هم د هېواد هرې برخې ته چې یې غوښتل سفرونه کول. همدې څه د هند غوسه نوره هم زياته کړې وه او تل یې د نوموړي د محکمه کيدو غوښتنه کوله.

حافظ سعيد په وروستي ځل د تېر کال په جولای مياشت کې نيول شوی وو. هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ د تويتر له لارې ويلي ول چې هغه د «لسو کالونو تر لټې» وروسته ونيول شو.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو کميټې هم هغه وخت ويلي ول چې حافظ سعيد د ۲۰۰۱ م کال راهيسې اته وارې نيول شوی او بيرته آزاد کړل شوی دی.

د پاکستان حکومت چې تل پرې د هند پر ضد د لشکرې طيبه په څیر جهادي ډلو د استعمالولو تور لگول کيږي، له ډېرې مودې راهیسې پرې د نړيوالو له خوا فشار اچول کيده چې د وسله والو پر ضد دې عملياتو ترسره کړي.

حافظ سعيد ته د سزا د ورکړې خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې پاکستان د مالي عمل کاري ځواک له خوا چې د پیسو د سپنولو د څار اداره ده، په تور نوملړ کې د شاملولو له گواښ سره مخامخ دی. دغه ډلې له پاکستانه د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې وه.

bs/nz (AFP)