1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. ځانګړي راپور ورکوونکي د استاد مشعل آزاد کېدل غوښتي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د جمعې په ورځ د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د کابل پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د دغې ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی دی، ازاد کړي.

https://p.dw.com/p/4N6Ai
Afghanistan Richard Bennett
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د جمعې په ورځ د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د کابل پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې د دغې ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی دی، ازاد کړي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په ټویټر کې لیکلي: «زه د طالبانو له خوا د اسماعیل مشعل د پوهنتون د سوله ییز فعال د تېرې ورځې د نیول کېدو په اړه اندېښمن یم.»  بینیټ د هغه د سمدستي او غیري مشروط ازاد کیدو غوښتنه وکړه.

اړوند:«په افغانستان کي ټوله ښځي د تعقیب له خطر سره مخامخي دي»

سیمه اییزو رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې اسماعیل مشعل د کابل په واټونو کې کتابونه وېشل. تر دې وړاندې استاد مشعل د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د هغې پرېکړې په اعتراض کې چې په پوهنتون کې یې د ښځینه محصلینو پر ورتګ بندیز لګولی و، په یوه تلویزیوني ژوندۍ خپرونه کې خپل اکاډمیک اسناد څیرلې  وو.

د کابل پوهنتون استاد پروفیسور اسماعیل مشعل
د کابل پوهنتون استاد پروفیسور اسماعیل مشعل انځور: AFP

د طالبانو دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې دوی د نجونو ډېر ښوونځي وتړل او ښځې یې په مرستندویه موسسو کې له کار کولو څخه منعې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې مسئول عبدالحق حماد وویل، مشعل وروسته له هغه د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول سو چې شاوخوا یې خبریالان راټول ول او پر سړک یې ګڼه ګوڼه جوړه کړي وه چې په خبره يې «د حکومت پر ضد یې تبلیغات کول.«

اړوند:کابل؛ د پوهنتون د يوه استاد بل ډول اعتراض

حماد زياته کړه، چې په زندان کې يې د مشعل ليدنه کړې او هغه شاهد وو چې هغه په زندان کې د یخ څخه خوندي ساتل کېږي او له خپلې کورنۍ سره يې اړيکې هم نيولې دي.

دا لا څرګنده  نه ده چې ایا مشعل به له رسمي تورونو او نورو جزاوو سره مخ سي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو لخوا پر ښځو لګول سوي بندیزونو غندلي دي. د بهرنيو هېوادونو يو شمېر ډيپلوماټانو ويلي، تر هغو به د طالبانو حکومت په رسميت ونه پېژني، څو چې طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي.

زده کوونکې: له زده کړو د پاتې کېدو تشه نه جبرانیدونکې ده

ژباړه :صفت الله زاهدي