1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو ېوې لوړپوړې چارواکې افغانستان ته سفر کړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د مهاجرو په چارو کې د م.م د عالي کمشنرۍ مرستیالې افغانستان ته په خپل سفر کې د دغه سازمان په اداراتو کې د ښځو د کار پر اهمیت ټينګار وکړ. هغې ويلي دي چې په دغه سازمان کې د ښځو د کار په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/4Qklh
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د محافظتي برخې مرستياله، جیلیان تريګز
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د محافظتي برخې مرستياله، جیلیان تريګزانځور: Brendon Thorne/Getty Images

، د يکشنبې په ورځ مازديګر کابل ته ورسيده. هغې د کابل په هوايي دګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې اړمنو خلکو ته د مهمو بشري خدماتو په رسولو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.

د «یو ان اچ سي آر» له خوا د ېوې خپرې شوې اعلامېې پر اساس، میرمن تریګز غواړي له طالب چارواکو سره په یاد سازمان کې د ښځېنه کارکوونکو د کار د ادامې په اړه خبرې وکړي. دا افغانستان ته د هغې لومړنۍ سفر دی.

ورته نور ولولئ: ديرشو مدني ټولنو په دوحه کې د افغانستان د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې

میرمن تريګز د افغانستان اړمنو خلکو، له هغې جملې داخلي بېځایه شویو او هیواد ته بېرته ستنو شوو مهاجرو سره د بشري مرستو له ادامې څخه ډاډ ورکړ.

نوموړې وويل: «موږ د ملګرو ملتونو سازمان له نورو بنسټونو سره اړمنو خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن يو چې په مختلفو دلايلو ېې خپل کورونه او کلي ترک کړي دي.» په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکې به د افغانستان يو شمېر ولایتونو له هغې ډلې بامیان ته سفر وکړي.

ورته نور ولولئ: ګوتریش او استازي د افغانستان د بحرانونو اړوند پر مهمو ټکو غږيږي

طالبانو پر افغانستان د بېا واکمنېدو راهېسې د ښځو د فعالیتونو په اړه محدودیتونه وضع کړي چې په وروستیو کې ېې د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې هم ېې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ. د طالبانو دغه اقدام د یاد او نورو مرستندويه سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی خو طالبان بیا وايي چې دا د افغانستان خپله داخلي موضوع ده.

میرمن جیلیان تريګز په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کړی چې دا وخت د ملګرو ملتونو سازمان مشر، آنتونيو ګوتریش په دوحه کې د افغانستان په هکله د یوې غونډې کوربتوب کوي.