1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د ملګرو ملتونو کارکوونکو د جنسي اړیکو د یوې ویدیو راڅرګندیدل

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

ملگرو ملتونو په اسراییلو کي د خپلو دوو کارکوونکو د جنسي اړیکو د یوې شکمني ویدیو تر راڅرګندیدو وروسته د دواړو دندې ځنډولي دي. پرهغوی باندي تور دی چي د ملګرو ملتونو په موټر کي یې بدلمني کوله.

https://p.dw.com/p/3ekU5
UN-Flagge
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د ملګرو ملتونو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام خبر ورکړ، چي داخلي ابتدايي تحقیقاتو ددغو دوو کارونکو غلط رفتار(جنسي ډول هم) تایید کړی دی. هغه ویلي دي چي د دغو تورونو د جدیت پراساس هغوی دواړه د تحقیقاتو تر پایه پوري د وظیفو څخه لیري سوي.

دغو کارکوونکو په بیت المقدس کي میشت د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کي په منځني ختیځ کي د اوربند مراقبت او ساتنه کوله، چي تیره اوونۍ یې په اجتماعي شبکو کي یوه ویدیو راښکاره سوه.

دغه لنډه ویدیو د ملګرو ملتونو په نښان سره یو سپین موټر ښکاره کوي چي باید د تل ابیب په یوه سړک کي اخیستل سوې وي. د موټر په شا کي یو سړی معلومیږي چي په سرو کالو کي یې یوه ښځه په غیږ کي ناسته ده.

د دغه روان موټر په مخکي د موټروان څنګ ته یو بل سړی هم معلومیږي.

دا هم په داسي حال کي ده چي ملګري ملتونه د جنسي سؤ استفادې او جنسي استثمار پرضد په قاطعیت سره مبارزه کوي. خو په تیرو کلونو کي په تکرار سره د ملګرو ملتونو پر کارکونکو باندي دغه ډول تورونه لګیدلي دي.