1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د مهاجرت په نړيوال تړون کې څه راغلي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د «مهاجرو نړيوال تړون» لاسليک شي. تيره اوونۍ هم د مهاجرت پر موضوع يو ورته تړون لاسليک شو. د نړۍ نژدې ۱۷۰ هيوادونو ژمنه کړې چې د مهاجرو له کوربه هيوادونو سره به مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/3AFpy
Südsudan Flüchtlinge an der Grenze Uganda-Südsudan
انځور: Getty Images/AFP/I. Kasamani

تر دوو کلونو کار او پراخو مذاکراتو وروستو، په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې مهاجرو پورې اړوند نوې تړون لاسليک شي. د دغه تړون موخه په ټوله نړۍ کې د مهاجرت د پدیدې ښه او همغږی مدیریت دی.

د «مهاجرو نړيوال تړون» چې د ملګرو ملتونو د «مهاجرت نړيوال تړون» څخه متفاوت دی، په کې د مهاجرو کوربه هيوادونو سره د يو لړ مرستو اقدامات شامل دي. دغه اقدامات په ځانګړې توګه له هغو هیوادونو سره کيږي چې له جګړو او تعقيب څخه د تښتيدلو مهاجرو د ملاتړ او رسيدګۍ له پاره د مرستو کافي سرچينې او امکانات نه لري.

په تړون کې چې الزامي نه دی، داسې پروګرامونه هم شامل دي چې موخه يې په کوربه هيواد کې د مهاجرو خودکفا کيدل او په مبدا یا د مهاجرو په اصلي هيوادونو کې د مهاجرو بيرته آبرومندانه ستنيدو له پاره د شرایطو برابرول دي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۵،۴ ميليونه کسان چې له هغوي څخه نيمايي له ۱۸ کلونو ښکته عمرونه لري، د مهاجرت ژوند تيروي. يوازې لس هيوادونه د دغو مهاجرو يوازې له دوه پر دريمې برخې څخه کوربه توب کوي. له دغو هيوادونو څخه يو هم ترکيه دی چې شاوخوا ۳،۵ ميليونه سوريايي مهاجر په کې ميشت دي.

Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې اروپا ته ډير مهاجر راغللانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د «مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو تړون» د يوه ورته تړون په ادامې چې تيره اونۍ د مراکش په کنفرانس کې نهايي شو، تنظيم شوی دی. په پام کې ده چې دغه تړون په روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومې غونډه کې لاسليک شي.

د «مهاجرت نړيوال تړون» موخه د نړۍ په کچه د مهاجرتونو اصلي لاملونو کمول دي. خو د «مهاجرو له پاره نړيوال تړون» بيا غواړي چې د واقعي مهاجرو او پناه غوښتونکو د ژوند شرایط بهتره کړي او له کوربه هيوادونه سره اضافي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د «مهاجرو نړيوال تړون» هدفونه څه دي؟

دغه تړون څلور هدفونه تعقيبوي:

•       پر هغو هیوادونو د فشارونو کمول چې د ډير شمير مهاجرو کوربه توب کوي، ځکه ډيری دغه هیوادونه لږ يا متوسط عوايد لري او يا هم بيوزله دي.

•       د مهاجرو خودکفا کول او په خپل هيواد کې يې د ودې له پاره مرستې کول.

•       په دريم هیواد کې د مهاجرو د قبولیدو او اوسيدو شرایط رامنځ ته کول.

•       له هغو شرايطو څخه ملاتړ کول چې په ترڅ کې یې مهاجر وشي کړای بيرته خپلو اصلي هيوادونو ته ستانه شي.

د «مهاجرو تړون» ولې رامنځ ته شو؟

درې کاله مخکې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د ډير شمير مهاجرو راتلل او په ناڅاپي توګه په اروپا کې د مهاجرو د شمير لوړيدل د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ کرکيچونه او د نظر اختلافات رامنځ ته کړل. ډيری دغه کسان د سوريې له کورنۍ جګړې، افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه ول. يو شمير نور بيا په خپلو هيوادونو کې د شديد فقر له کبله د اروپا پر لور وخوځيدل.

Kenia Dadaab-Flüchtlingslager USA Aid
د نړۍ د ۲۵،۴ ميليون مهاجرو، نيمايي يې له ۱۸ کلونو لږ عمر لريانځور: Getty Images/O. Scarff

هنګري، پولند او سلواکيا د «دوبلين تړون» څخه چې په اروپا کې د مهاجرت سياست تنظيموي، ځانونه وښکل. په ځانګړې توګه په ختيځه اروپا کې هم څو هيوادونو د اتحاديې پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش له پروګرام سره خپل مخالفتونه ښکاره کړل. په عين وخت کې يو شمير هیوادونو چې ژمنه يې کړې وه چې د مهاجرت فشارونه به سره ويشي، پر خپلو ژمنو عمل ونکړ.

د اروپا د مهاجرت په سياست کې د يو کال بحران څخه وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د مهاجرتونو د لا ښه تنظيم او مديريت د همکارۍ او همغږۍ له پاره يو پريکړه ليک تنظيم کړ. دغه پريکړه ليک تر اوږدو نړيوالو مذاکراتو وروسته بلاخره په دوو تړونونو کې تصويب شو.

په افريقا، منځني ختيځ او امریکا کې راوتلي د مهاجرت ورته بحرانونه هم د دې لامل شول تر څو په نړيواله کچه د مهاجرتونو پر پديدې او د هغې د لا ښه مديريت او همغږۍ تمرکز وشي. خو له دې ټولو سره سره يو شمير هيوادونه له دغو تړونونو سره مخالف دي.

Belgian Yellow Vests Demonstration
اروپا کې د مهاجرو شمير ډيريدل او تريګلتياانځور: picture-alliance/NurPhoto/R. A. Fernandez

د مهاجرت دوه نړيوال تړونونه په ټوله اروپا کې د ترينګلتيا د رامنځ ته کيدو سبب شوي دي.  د پولند، سلواکيا، هنګري او اتريش په ګډون د ختيځي اروپا هيوادونو د دغو تړونونو له لاسليک کولو ډډه کړې ده.

د امريکا متحده ايالات هم په دې اړه خپل مخالفت ښودلی. د ترمپ حکومت ويلي دي چې دغه تړونونه «د امريکا متحده ايالتونو د مهاجرت او پناه غوښتنې له سياست سره جوړښت نه لري.»

په ورته وخت کې د برازيل لومړي وزير ارنستو اروژو هم د لاتينې امريکا دغه تر ټولو لوی هيواد د هغو هيوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې له دغو تړونو سره مخالف دي. په پام کې ده چې د برازيل ښي اړخی ولسمشر ژاير بولسونارو به په راتلونکې مياشت واک ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان څو وارې ويلي دي چې دغه تړونونه الزامي نه دي او هيوادونه د «ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کنوانسيون» له ژمنو علاوه، د نورو نوو ژمنو سرته رسولو ته نه مجبوروي.

نیک مارتین / ع. ح / م. ک. ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: