1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي مصالحې شورا پر سر جنجال کې کرزي د عبدالله ملاتړ کړی

۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې د عالي شورا د تشکیل په برخه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله د پریکړې ملاتړ کړی دی. عبدالله تیره ورځ د دې شورا د تشکیل په برخه کې د ولسمشر غني د فرمان مخالفت کړی وو.

https://p.dw.com/p/3hrb5
Deutsche Welle Bonn | Hamid Karzai, ehemaliger Präsident Afghanistans
انځور: DW/F. Görner

په هغه اعلامیه کې چې کرزي خپره کړې ده راغلي دي: «د افغانستان پخوانی ولسمشر له سیاسي مشرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسیونو د مشرانو، قومي مشرانو، ديني علماو، د مدني ټولنې د استازو او نخبګانو سره تر مشورې وروسته د ملي مصالحې عالي شورا د غړو د ټاکلو په ارتباط، د دې شورا د محترم مشر د پریکړې هرکلی کوي.»

په دې وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د دې شورا ۴۸ غړي معرفي کړل. د حامد کرزي نوم په هغه فهرست کې شامل وو چې غني معرفي کړي دي، خو کرزي په دې شورا کې غړيتوب ونه مانه.

د ولسمشر غني دغه پریکړه د عبدالله عبدالله له مخالفت سره مخ شوې ده.عبدالله ویلي دي چې د ملي مصالحې د شورا رامنځته کول د«دې شورا د مشر له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشر فرمان نه ایجابوي.»

عبدالله تیره ورځ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: «د دې شورا د تشکیل چارې د مختلفو سیاسي او مدني جریانونو له مشرانو سره په مشوره کې لا پخوا پيل شوي او اوس د نهایي کیدو په حال کې دي.»

د حامد کرزي په پيغام کې چې د سه شنبې په ورځ په فیسبوک کې يي خپور شوی دی، راغلي دي: «پخوانی ولسمشر ډاډمن دی چې په پراخه کچه د ټولنې له ټولو اقشارو سره مشورې به د ټول شموله او معتبرې ملي شورا د رامنځته کیدو سبب شي او په دې ترتیب سره به یي پریکړې د افغانستان د ټولو وکړو له پاره د منلو وړ وي.»

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند چې یو د مشهورو جهادي ګوندونو څخه دی هم ویلي دي چې د ملي مصالحې شورا په لیست کې د صلاح الدین رباني د نوم درج کولو په برخه کې له دې ګوند سره مشوره نه ده شوې او دوی یې ردوي.

په کابل کې دغه جنجال په داسې یو وخت کې رامنځته شوی دی چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ډیر ژر پیل شي. طالبانو لا پخوا د مذاکراتو له پاره د یوه باصلاحیته پلاوی د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.