1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د مصنوعي باڼو زیان رسونکې اغیزې

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

اوږده او ګڼ باڼه په ښځو کې د ښکلا نښه ګڼل کیږي. له همدې امله په میرمنو کې د مصنوعي بڼو استعمال مخ پر ډیریدو دی. خو دغه ډول باڼه ناوړه اغیز هم لرلی شي.

https://p.dw.com/p/3K8gu
Deutschland Berlin Fashion Week - Wimpernverlängerung
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د سینګار په صنعت کې د مصنوعي باڼو استعمال ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی. دا باڼه تر یوې اوږدې پروسې وروسته د انسان سترګو ته ښکلا وربخښي.

مصنوعي باڼه په دوو طریقو لګول کیږي: لومړۍ او آسانه طریقه یي دا ده چې په بازار کې ترلاسه کیدونکي باڼه پر لیمو نصب شي. خو په دویمه طریقه کې بیا یو یو ویښته د یوه مخصوص سریخ په وسیله د طبیعي باڼو ترمنځ کښینول کیږي. په دې طریقه کې یوازې د پورتني لیمې د تیارولو له پاره له ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ پورې ويښتان لګول کیږي چې دا کار شاوخوا درې ساعته وخت نیسي. سربیره پر دې دغه باڼه باید لږ تر لږه د ۲۴ ساعتونو له پاره له اوبو سره په تماس کې نه شي.

مصنوعي باڼه یوازې سترګې ښایسته کوي نه، بلکه کیدای شي له دې امله د سترګو سوی یا سوزش رامنځ ته شي.

د پوستکي او حساست د څانګې کارپوهه  پروفیسوره کرستیاني بائرل، وایي: «له دې سره په سترګو کې د خارښ او سوزش لړۍ هم پيلیدی شي.»

نوموړې زیاتوي چې دا یو شمیر نور حساسیتونه هم رامنځ ته کولی شي چې د هغې زغمل بیا ډیر مشکل تمامیږي. سربیره پر دې د سترګو په شاوخوا برخه کې د سوزش پيدا کیدو خطر هم موجود وي. بائرل وایي: «د سترګو په لاندې او پورته برخو کې پړسوب پيدا کیږي، خو دا موقتي وي او ژر بیرته له منځه ځي.»

ښکلا نه، بلکه حفاظت

د بڼو اصلي هدف د ښایست زیاتول نه، بلکه زموږ د سترګو حفاظت او ساتنه ده. دا سترګو ته د ګرد او غبار په څیر د کوچنیو زراتو د داخلیدو مخه نیسي. باڼه له خولو، هوا او شدید موسم څخه هم د سترګو حفاظت کوي. له هرو څلور څخه تر شپږو میاشتو په موده کې د انسانانو لیمه په اصطلاح نوي باڼه شنه کوي. یو باڼه له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ورځو پورې ژوند لري.

د سترګو د جذابه کولو له پاره د وریښم، مصنوعي تارونو او یا هم له حیوناتو څخه تر ویښتان د بڼو له پاره کارول کیږي.

زموږ له ارشیف څخه