«د مشورتي لویې جرگې د امنیت له پاره ټینگ تدابیر نیول شوي»
۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبهټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې به له امریکا متحده یالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر د بحث او پرېکړې په موخه مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۰مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دې جرګې د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي. خو د دوهمې مشورتې لویې جرگې پر مهال کومه امنیتي پیښه رامنځ ته نه شوه.
د ښاغلي صدیقي په وینا د مشورتې لویې جرګې د امنیت ساتنې ډله به د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین جنرال آیوب سالنګي تر مشرۍ لاندې په ټنیګه خپل کار ته دوام ورکړي:
«د جرګې له پاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي چې ملي پولیس د دې جرګې له پاره بشپړامنیت ټينګ کړي. تر دې دمه موږ کومه انديښنه نه لرو، د مخکینو جرګو له پاره چې کوم بریالي تدابیر ملي پولیسو نیولي وو هغو تجربو ته په کتو سره دا ځل به هم د اړونده ادارو په همغږۍ له کومې ستونزې سره مخامخ نه شو.»
تر دې وړاندې افغان حکومت دوه ځله مشورتي لویې جرګې رابللي وې، چې لومړۍ یې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو د څرنګوالي او دوهمه یې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له امریکا متحده ایالاتو سره د ستراتيژیک تړون پر سر د بحث په موخه جوړه شوې وه.
پر لومړنۍ مشورتي لویې جرګې وسله والو مخالفینو برېدونه وکړل چې په ترڅ کې یې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، ددې پېښې د رامنځته کېدو له کبله د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت رییس امرالله صالح استعفی کولو ته اړ شول.
خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې راتلونکي مشورتي لویه جرګه به له کومې امنیتي ګډوډی سره مخ نه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو چارو کمېسیون مشر صبغت الله مجددي د تېرې شنبې پر ورځ وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون په موخه د مشورتي لویې جرګې راغوښتلو ته اړتیا نه شته.
دی وايي چې امنیتي تړون له متحده ایالاتو سره د لاسلیک شوي ستراتيژيکو همکاریو د تړون یوه برخه ده، چې دوه کاله مخکې د مشورتي لویې جرګې له خوا تصویب شوی دی. خو دده پر وینا د ځینو کورنیو او بهرنیو فشارونو له امله اړ شوی دی چې د دې جرګې له پاره د چمتوالي کمېسیون مشرۍ ته غاړه کېږدي.