1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د مسلمانانو مرکزي ‌شورا د کرونا ویروس یوه الهي آزموینه بللې

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

په‌ آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا د کرونا ویروس له خپریدو سره، ‌ویلي دي چې په آلمان کې د مسلمانانو ترمنځ ډیجیټالي مختلفې اړیکې ډیرې شوي دي.‌د دغې شورا مشر د کورنا ویروس خپریدل یو آلهي آزموینه بللې ده.‌

https://p.dw.com/p/3ZxfL
Zentralrat der Muslime in Deutschland, Vorsitzender Aiman Mazyek
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمن مازیک،‌ (اي.‌پي.‌ډي) خبري آژانس ته ویلي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو سره هم مهال موږ «اوسمهال په مجازي شبکو کې د شته امکاناتو د ډیرې استفادې شاهدان یو.»  مازیک د بیلګې په توګه په دې برخه کې د ملا امامانو له لوري د خطبو ډیر خپریدل او همدا راز په ټولنیزو شبکو کې د «پوښتنو او ځوابو» د پرواګرامونو یادونه وکړه.‌

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمن مازیک، په خبره،‌ کله چې ځوانان او زاړه کسان په انترنت کې د شته معنوي وړاندیزونو او امکاناتو څخه اسفتاده کوي، ‌نو په دې توګه د مختلفو نسلونو ترمنځ‌ یوه نوې او تازه همکاري رامنځ ته کیږي.‌

مازیک ټینګار وکړ چې اوسمهال د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې په آلمان کې شاوخوا ۳۰۰ جوماتونه او ۳۵ اسلامي سازمانونه تړل شوي دي.‌د نوموړي په خبره،‌ په دې هیواد کې مسلمانان ان په انفرادي توګه هم نشي کولی په جوماتونو کې عبادت وکړي.

‌مازیک په خپلو خبرو کې همدا راز ټینګار وکړو چې په اوسنیو شرایطو کې عیسوي مذهبه کشیشان [مذهبي مشران] د ویډیويي شبکو له لارې وعظ کوي.‌د هغه په خبره، ‌د مسلمانانو له پاره بیا د جمعې د لمانځه او یا د پنځه وخته نورو لمنځونو په برخه کې دغه څه د دینې دلایلو له کبله ‌مجاز نه دي.‌

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر همدا راز وویل چې د جمعې د لمانځه په برخه کې په نړیواله کچه له دیني عالمانو سره د نظر تبادله شوې او ټینګار شوی دی چې د جمعې لمونځ یوازې په جومات کې ادأ کیدلی شي او دا چې د ټولنیزو شبکو لارې یې کول، ‌ممکن نه دي.‌

مازیک همدا راز زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې چې په ‌ټوله نړۍ کې کرونا خپره شوې ده، ‌ګڼ شمیر مسلمانان د ټولنیزو رسنیو او مجازي شبکو له لارې دعاګانې او قرآنی آیتونه یو بل ته استوي.

‌مازیک وویل چې کرونا ویروس، ‌هم له دیني او هم له دنیوي‌اړخه باید یوه آزموینه وګڼل شي. ‌هغه وویل چې دغه څه [کرونا ویروس] باید مجازات نه بلکې د خدای د یوې آزموینې په توګه وپیژندل شي چې د محدودیتونو باوجود خلک باید دیني وجایب، ‌شفقت او مهرباني، ‌صدقه، ‌صبر او زغم له یاده ونه باسي.‌